ځاییکورني خبرونه

د هرات زلزله؛ د ملا بردارد په مشرۍ پلاوی هرات ته ورسېده

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی هرات ته تللی دی

طالبانو سره له دې چې د هرات د زلزلې پېښه خورا خونړۍ وه، خو دوی ۲۹ ساعته وروسته بېړنۍ جلسه ونیوه او دادی اوس ۴۸ ساعته وروسته ملا برادر هرات ته تللی څو د زلزله ځپلي سیمې لیدنه وکړي، خو لا هم د زلزلې ځپلې سیمې ته نه دی تللی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دوشنبې په ورځ د (تلې۱۷مه) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یادې ډلې یو لوړ پوړی پلاوی هرات ولایت ته رسیدلی چې د زلزله ځپلې سیمې څخه له نېږدې لېدنه وکړي.

نور ولولئ: د هرات زلزله؛ پخواني ولسمشر کرزي له نړیوالو د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

ملا عبدالغن‍ي برادر د هیواد په لویدیځ کې تر زلزلې ۴۸ ساعته وروسته هرات ولایت ته ورسید، په داسې حال کې چې د یاد ولایت په زنده جان ولسوالی کې شاوخوا ۱۳ کلې د زلزلې له امله بشپړ ویجاړ شوي او تر ۲۰۰۰ډیر کسان مړه شوي.

تر اوسه کافي مرستې نه دي رسېدلي

که څه هم د مرستو ژمنې شوي، خو تر اوسه زلزله ځپلو خلکو ته مرستې نه دي رسېدلي.

همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا لومړي معاونیت لیکلي چې ملا برادر به زلزله ځپلې سیمې ته د بیړنیو مرستو رسولو تر څنګ راټولو شویو مرستو د عادلانه وېش په موخه اړوند ارګانونو ته هم لارښونې وکړي.

د شنبې د ورځې د رښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې وروسته ملګروملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې لږ ترلږه اته نور ټکانونه هم د هرات په ولایت کې احساس شوي دي.

یادې زلزلې نورو سیمو ته هم ټکان ورکړی

د هرات ولایت سربیره د بادغیس، فراه او هلمند ولایتونو کې هم دا زلزله احساس شوې ده، خو د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو پر اساس زیات زیان یې د هرات د زنده جان او غوریانو د ولسوالیو په کلیوالو سیمو کې رسولی دی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) د دغو زلزلې مرکز د هرات ولایت د شمال لویدیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې ښودلی دی.

د راپورونو له مخې،په سیمه ییز وخت شاوخوا یوولس بجې، د زلزلې پرمهال دغه ولایت د اوسیدونکو ترمنځ ویره خپره کړې او ښځو او ماشومانو په ګډون یې په سلګونو کسان له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړل.

نور ولولئ: هرات کې زلزلې ناورین؛ له ۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي

د هرات ولایت اوسېدونکی ۴۵ کلن بشیر احمد د فرانسې خبري اژانس ته وویل: “موږ په خپل دفتر کې وو چې ناڅاپه د دفتر ودانۍ مو ولړزېده، د دېوالونو پلسترونه ولوېدل، په دیوالونو کې درزونه رامنځته او یوه برخه یې ونړېدله. ”

نوموړی وايي، چې د ټیلیفوني شبکو د بندېدو له امله د خپلې کورنۍ له غړو سره اړيکه نه شي نيولى او د کورنۍ د غړو د حالت په اړه اندېښمن دى. د راپورونو له مخې دا زلزله د هرات په ګاونډ د ایران په مشهد او ترکمنستان کې هم احساس شوې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button