د هلمند د تړون له مخې د ایران حق‌ابې په اړه د کابل–تهران هوکړه

ځړول شوی:جون 21, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

کابل او تهران د هلمند د هوکړې له مخې د ایران د الحاق په اړه هوکړې ته رسېدلي دي

کابل او تهران د هلمند د تړون له مخې د ایران حقابې په اړه هوکړې ته رسېدلي. د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، اسلامي امارت ژمنه کړې چې د هلمند اوبو د تړون له مخې د ایران حقابه ورکړي.

د هلمند د اوبو د کمېشنرانو ۲۵مه غونډه

د هلمند اوبو د کمېسارانو په پنځه ویشتمه غونډه کې کابل او تهران منلې ده چې روان لمریز کال د اوبو له پلوه غیر نورمال کال و او افغانستان به د هلمند اوبو د تړون له مخې د ایران حقابه ورکوي. د اوبو او انرژۍ وزارت له پولو د اخوا اوبو رییس وایي، دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د هلمند اوبو د تړون له مخې د حقابې د ورکړې لپاره ګډ تاسیسات او د اوبو د اندازه ګیرۍ سټېشنونه جوړ کړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت له پولې د اخوا اوبو رییس برکت الله اریوبي وايي: «د دواړو خواوو ټینګار پر دې و چې هر څه ژر تړون پلی شي، سل په سله پلي کېدو چې د دواړو خواوو په ګټه دی او اوس چې موږ د تړون په عملي کولو کې ستره ستونزه لرو، د درې ټکو نه‌شتون دی چې دا درې ټکي هغه سیمې دي چې ایران ته یې حقابه ورکول کېږي.»

نور یی ولوله | امریکا: افغانانو ته مو د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروسه چټکه کړې

نور یی ولوله | مولوي عبدالکبیر: امارت د نړۍ له هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي

همداراز، د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، ډېر ژر به د کمال خان بند د جوړېدو کار بشپړ شي. دا بند د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره پر هلمند سیند جوړ شوی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت له پولې د اخوا اوبو رییس برکت الله اریوبي وايي: «د اوبو او انرژۍ وزارت جدي اراده لري چې د کمال خان بند کارونه بشپړ کړي، څو په بشپړېدو سره یې تر بند لاندې سیمو کې د خلکو ستونزې حل شي.»

د افغانستان د اوبو رسونې پخوانی رییس حمیدالله یلاني وايي: «د نورو اوبه‌ییزو بنسټونو په څېر د کمال خان بند هم په‌دې شرط چې نور تاسیسات یې بشپړې شي، کولای شي په اړوند سیمه کې د کرنې او اوبولګونو پر وضعیت او د اوبو په مدیریت مثبته تاثیر ولري.» بل پلو د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ خونه په‌دې باور ده چې د افغانستان له ډېری ځمکو د اوبو د کموالي له امله کار نه اخېستل کېږي او حکومت باید د هېواد اوبه مدیریت کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې رییس میرویس حاجي‌زاده وايي: «د برښنا پر بندونو باید تمرکز ډېر شي، څو زموږ للمي ځمکې ابي شي او دافغانستان خپل تولید استفاده شي چې په‌دې سره د کار موندنه پیدا کېږي او تر څنګ یې د غلې کموالی چې موږ ورسره مخامخ یوو، خپل کموالی بشپړ کړو.» افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند اوبو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې افغانستان د اوبو له اړخه په نورمال کال کې په بثانیه ایران ته ۲۶ مټر مکعبه اوبه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.