Uncategorized

د هندوستان سوپر ليګ سياليو په لړ کې چينای سوپر ګينګ لوبډلې لکهنو سوپر جاينټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو په دوام تیره شپه (دوشنبه) د اپريل مياشتې په ۳مه چينای سوپر ګينګ (CSK) لوبډلې، لکهنو سوپر جاينټ (LSG) لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سږني پړاو سياليو په دوام په شپږمه سيالۍ کې چې په چيډبراما لوبغالي کې ترسره شوه چينای لوبډلې د لکهنو نه خپله دويمه لوبه وګټله.

د نوموړې لوبې پچه د لکهنو لوبډلې لوبډلمشر کېل راهول وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې چينای لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوزيدو د پوره شل اورونو له لوبولو وروسته ۲۱۷ منډې ترسره کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته يې ۲۱۸ منډې هدف وټاکه.

د چينای لوبډلې لپاره رټوراج ګیکواډ ۵۷، ډوين کانوې ۴۷ او امبټي رايډو ۲۷ ناسوزيدلې منډې وکړې، چې په خپله لوبډله کې له نورو مخکښ و.

د لکهنو له لوري روي بيشنای ۳، مارک ووډ ۳ او اويش خان ۱ لوبغاړی وسوزول.

چينای لوبډلې د پوره ۲۰ اورونو په لوبولو سره د ۲۱۸ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې د هدف تر لاسه کولو لپاره لکهنو لوبډله د لوبې ډګر ته راووته

د لکهنو له لوري کايل مايرس ۵۳، نيکولاس پوران ۳۲ او ايوش بنډوني ۲۳ منډې تر سره کړې او په ټوله کې د لکهنو لوبډلې ۲۰۵ منډې جوړې کړې چې ونه توانيدل ټاکلی هدف ترلاسه کړي او لوبه يې د ۱۲ منډو په توپير وبايلله.

د لکهنو لوبډلې پر وړاندې د چينای لوبډلې توپ اچونکو ښه توپ اچونه وکړه چې معين علي ۴، ټوشر ډيسپانډ ۲ او ميچل سنټنر ۱ ویکټ ترلاسه کړه چې خپله سياله لوبډلې يې پرينښوده چې هدف ته ورسيږي.

نور ولولئ: د هند سوپر ليګ سيالۍ (IPL) تېره ورځ شروع شوې

د لوبې غوره لوبغاړی معين علي وټاکل شو چې ۴ لوبغاړي يې وسوزول او هم يې په ۱۳ بالونو ۱۹ منډې تر سره کړې وې.

د دغه لوبو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې ډهلي کپيټلس له ګجرات ټايټنس سره مخامخ کيږي.

د نن ورځې لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجې تر سره کيږي.

په سږني آی پي اېل سياليو کې د ډهلي او ګجرات لوبډلو دويمه لوبه ده، ډهلي خپله لومړی لوبه لکهنو ته بايللی او ګجرات بيا خپله لومړۍ لوبه په ۵ ویکټو له چينای لوبډلې ګټلې ده.

د نن ورځې سيالي ارن جيټلي په لوبغالي کې ترسره کيږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button