د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په دوام مومبيي لوبډلې حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه
د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په ۲۵مه لوبه کې د مومبيي اينډينس لوبډلې سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته د ۱۴ منډو په توپير ماتې ورکړه
د نوموړې لوبې پچه د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې لوبډلمشر آډين مرکرام وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د مومبيي اينډينس لوبډلې له لوري ښه توپ وهنه وشوه، د نوموړې لوبډلې له لوري کمرون ګرين، اېشن کېشن او ټېلک ورما تر نورو مخکښ وو؛ کمرون ګرين په ۴۰ توپونو ۶۴ ناسوزيدلې منډې، اېشن کېشن په ۳۱ توپونو ۳۸ منډې او ټېلک ورما په ۱۷ توپونو ۳۷ منډې وکړې.
نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه چينای لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه
د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې له لوري مارکو جنسن، بهانشوار کومار او ټي ناټرجن ښه توپ اچونه وکړه. مارکو جنسن په ۴ اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، بهانشوار کومار په ۴ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او ټي ناټرجن په ۴ اورونو کې ۵۰ منډې ورکړې او دواړه يوه-يوه ويکټ ترلاسه کړه. د مومبيي اينډينس لوبډلې ټول پنځه لوبغاړي وسوزيدل او ۱۹۲ منډې يې وکړې چې سيالې لوبډلې ته يې د ۱۹۳ منډو هدف وټاکه.
د سنرايزرس حيدرآباد لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه
د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې له لوري مينک اګروال، هينریچ کلاسن او لوبډلمشر آډين مرکرام ښه توپ وهنه وکړه. مينک اګروال په ۴۱ توپونو ۴۸ منډې، هينريچ کلاسن په ۱۶ توپونو ۳۶ منډې او آډين مرکرام په ۱۷ توپونو ۲۲ منډې وکړې.
نور ولولئ: د هند په غوره لیګ سیالیو کې د افسانوي لوبغاړي سچن ټنډولکر د زوی لومړنۍ لوبه
د مومبيي اينډينس لوبډلې له لوري بيا ريلي مېرېډت، جاسون بېهرنډوراف او پېياش چاولا تر نورو ښه توپ اچونه وکړه. ريلي مېرېډټ په ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، جانسون بېهرنډوراف په ۴ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او پېياش چاولا په ۴ اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې او دواړو دوه-دوه ويکټې ترلاسه کړې.
کامرون چې ښه توپ اچونه او ښکلې توپ وهنه يې ترسره کړه، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نن لوبې له حاله هم خبر شئ
د هندوستان په غوره ليګ سياليو کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې راجستان رويلس لوبډله له لکناو سوپر جاينټ سره مخامخ کيږي. نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو جپریږي.