د افغانستان شل اوریز غوره لیګ؛ درې لوبډلې وپلورل شوې

د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د لوبډلو د پلور په برخه کې نوی پړاو ته داخل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د دغه لیګ درې لوبډلې وپلورل شوې او له نویو مالکانو سره یې هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
په همدې مراسمو کې د لیګ جام، کوه ظفر، هم نندارې ته وړاندې شو.
درې لوبډلې نوي مالکانو ته وسپارل شوې
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، کابل ځوانان لوبډله د اکسیل (Akcel) شرکت وپېرله.
کندهار نایټس د بول فراګ (Bullfrog) شرکت ملکیت شو.
د پکتیا پنترز لوبډله بیا د جنت (Jannat) شرکت واخیسته.
یاد شرکتونه د پانګونې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.
د افغانستان شل اوریز غوره لیګ پاتې لوبډلې
کرکټ بورډ وايي، د پاتې دوو لوبډلو د غوراوي بهیر هم ډېر ژر بشپړ شي.
د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د لوبډلو د پلور په مراسمو کې د لیګ د تنظیم شورا غړو، د لوبډلو مالکانو او نورو اړوندو کسانو ګډون کړی و.
د کرکټ بورډ په وینا، د نویو مالکانو ګډون کولی شي د لیګ د لا پراختیا او مسلکي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
د افغانستان شل اوریز غوره لیګ نوی پړاو
د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د کورني کرکټ د پیاوړتیا لپاره مهمه سیالي بلل کېږي.
د لوبډلو د مالکیت بشپړېدل د دغه لیګ د راتلونکو سیالیو د تنظیم لپاره هم یو مهم ګام دی.



