د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه چينای سوپر کينګ لوبډلې سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه
د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په ۳۰ مه لوبه کې چې د چېډمبرام په لوبغالي کې ترسره شوه، چينای سوپر کينګ لوبډلې په ۷ ويکټو سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه
د آی پي اېل سياليو د ۲۹ مې لوبې پچه د چينای سوپر کينګ لوبډلې لوبډلمشر اماس ډوني وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د سنرايزرس حيدرآباد لوبډله د توپ وهنې لپاره ميدان ته راښکته شوه، د دوی له لوري ابهيشک شرما، راهول ټريپاټي او هري بروک ښه توپ وهنه وکړه. ابهيشک شرما په ۲۶ توپونو ۳۴ منډې، راهول ټريپاټي په ۲۱ توپونو ۲۱ منډې او هري بروک په ۱۳ توپونو ۱۸ منډې وکړې. د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۳۴ منډې يې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه.
د چينای سوپر کينګ لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې رويندرا جديجا، اکش سينګ او مټيشا پټېرانا تر نورو ښه توپ اچونه وکړه. رويندرا جديجا په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، اکش سينګ په ۳ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او يوه ويکټ يې ترلاسه کړه او مټيشا پټېرانا په ۴ اورونو ۲۲ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.
د چينای سوپر کينګ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه
د چينای سوپر کينګ لوبډلې له لوري ډېون کانوې، رټوراج ګیکواډ او امبټي رايډو ښه توپ وهنه وکړه. ډېون کانوې په ۵۷ توپونو ۷۷ ناسوزيدلې منډې، رټوراج ګیکواډ په ۳۰ توپونو ۳۵ منډې او امبټي رايډو په ۹ توپونو ۹ منډې جوړې کړې. د چينای لوبډلې د لوبې په ۱۹ اور کې ورکړل شوی هدف پوره کړ او ۳ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل.
د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې له لوري مينک مارکنډا ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ۴ اورنو کې يې ۲۳ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول.
نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه لکناو لوبډلې راجستان لوبډلې ته ماتې ورکړه
د لوبې غوره لوبغاړی رويندرا جديجا وټاکل شول چې ښه توپ اچونه يې کړې وه.
د نن لوبو له حاله هم خبر شئ
د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره کيږي. لومړۍ لوبه د لکناو سوپر جاينټ لوبډلې او ګجرات ټايټنس لوبډلې تر منځ ده او په دويمه لوبه کې د مومبيي اينډينس لوبډله له پنجاب کينګز لوبډلې سره مخامخ کيږي.