Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه بنګلور لوبډلې لکناو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې، د دغه سياليو په ۴۳مه لوبه کې بنګلور لوبډلې په ۱۸ منډو لکناو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د بيګانۍ لوبې پچه د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر ويرات کولي وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه.‌ د دوی له لوري فاف ډوپليسېس، ويرات کولي او ډېنېش کارټيک ښه توپ وهنه وکړه. ډوپليسېس په ۴۰ توپونو ۴۴ منډې، کولي په ۳۰ توپونو ۳۱ منډې او کارټيک په ۱۱ توپونو ۱۶ منډې وکړې. د بنګلور لوبډلې د شل اورونو له لوبولو وروسته خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۲۶ منډې يې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سيالۍ

د لکناو سوپر جاينټ لوبډلې له لوري نوين‌الحق، راوي بوشنای او امېټ ميشرا ښه توپ اچونه وکړه. نوین الحق په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، بوشنای په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او ميشرا په ۳ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې له ډګره بهر کړل.

د لکناو سوپر جاينټ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د لکناو لوبډلې له لوري کريشنپا ګوتم، اميټ ميشرا او کرونل پنډيا ښه توپ وهنه وکړه. ګوتم په ۱۳ توپونو ۲۳ منډې، ميشرا په ۳۰ توپونو ۱۹ منډې او پنډيا په ۱۱ توپونو ۱۴ منډې جوړې کړې. د لکناو لوبډلې د ۱۹٫۵ اورونو له لوبولو وروسته، ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۰۸ منډې يې جوړې کړې او لوبه يې د ۱۸ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ يوه لوبه ترسره شوه

د بنګلور لوبډلې له لوري جوش هزلوډ، کرن شرما او ګلین مکسويل ښه توپ اچونه وکړه. هزلوډ په ۳ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، شرما په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او مکسويل په يو اور کې ۵ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې ګجرات ټايټنس لوبډله له ډهلي کپيټلس لوبډلې سره لوبه کوي. دغه لوبه د افغانستان په وخت ۶ نیمې بجې ترسره کیږي.

نور لولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه راجستان لوبډلې چينای لوبډلې ته ماتې ورکړه

 

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button