Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې کلکتې لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې، رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپير ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۳۶مې لوبې پچه د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر ويرات کولي وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د کلکتې لوبډله د هدف ټاکلو په موخه ميدان ته راښکته شوه. د کلکتې لوبډلې له لوري جسون روی، لوبډلمشر نيټيش رنا او وينکټېش اير ښه توپ وهنه وکړه. جسون روی په ۲۹ توپونو ۵۶ منډې، نيټيش رنا په ۲۱ توپونو ۴۸ منډې او وينکټېش اير په ۲۶ توپونو ۳۱ منډې وکړې. د کلکتې لوبډلې د شل اورونو په لوبولو سره خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۰۰ منډې يې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۰۰۱ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه ګجرات لوبډلې مومبيي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د بنګلور لوبډلې له لوري ونينډو هسرنګا، ويشک ويجای کومار او محمد سراج ښه توپ اچونه وکړه. هسرنګا په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول، کومار په ۴ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې او ده هم دوه ويکټې ترلاسه کړې او محمد سراج په ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د بنګلور لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د بنګلور لوبډلې له لوري لوبډلمشر ويرات کولي، ماهيپل لامرور، او ډنيش کارټک ښه توپ وهنه وکړه. کولي په ۳۷ توپونو ۵۴ منډې، لامرور په ۱۸ توپونو ۳۴ منډې او ډنيش کارټک په ۱۸ توپونو ۲۲ منډې وکړې. د بنګلور لوبډلې د شل اورونو په لوبولو سره خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۷۹ منډې يې جوړې کړې او لوبه يې د ۲۱ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه ډهلي کپيټلس لوبډلې سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کلکتې لوبډلې له لوري وارن چکرورټي، انډر رسل او سياش شرما ښه توپ اچونه وکړه. چکرورټي په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، رسل په ۴ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او شرما بيا په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او دواړه دوه-دوه ويکټې ترلاسه کړې.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې

د لوبې غوره لوبغاړی وارن چکرورټي وټاکل شول چې ښه توپ اچونه يې کړې وه‌.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې راجستان رويلس لوبډله له چينای سوپر کينګ لوبډلې سره مخامخ کيږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button