لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ (IPL) په سياليو کې تېره ورځ بنګلور لوبډلې پنجاب لوبډلې او ډهلي لوبډلې کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ سياليو (IPL) په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوه، په اوله لوبه کې رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې پنجاب کيګنز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه ډهلي کپيټلس لوبډلې کلکتې نايټ رايډرز لوبډله له ماتې سره مخ کړه

د آی پي اېل د ۲۷مې لوبه پچه د پنجاب لوبډلې لوبډلمشر سم کرون وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډله د هدف ټاکلو په موخه ميدان ته راښکته شوه.‌ د بنګلور لوبډلې له لوري فاف ډوپليسېس او لوبډلمشر ويرات کولي ښه لوبه وکړه. فاف ډوپليسېس ۸۴ منډې او ويرات کولي ۵۹ منډې ترسره کړې. رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې په ۲۰ اورونو کې خپل ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۷۴ منډې يې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه لکناو لوبډلې راجستان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د پنجاب لوبډلې له لوري هرپريټ برار، ارشډيف سينګ او نټان اېلس ښه توپ اچونه تر سره کړه، برار دوه ويکټې او سينګ او اېلس يوه-يوه ويکټ واخيسته.

د پنجاب لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د پربهسيمرن سينګ او جېټېش شرما د ښکلي تپ وهنې سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۲۴ منډو په توپير وبايلله.

د بنګلور لوبډلې له لوري محمد سراج ۴ ويکټې او هسرنګا دوه ويکټې ترلاسه کړې.

د آی پي اېل سياليو د ۲۸مې لوبه پچه د ډهلي کپيټلس لوبډلې لوبډلمشر ډېويډ وارنر وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه

د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې له لوري جسون روی او انډر رسل ښه توپ وهنه وکړه. جسون روی ۴۳ او انډر رسل ۳۸ ناسوزيدلې منډې وکړې. د کلکتې لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۲۷ منډې يې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ:د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په دوام مومبيي لوبډلې حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ډهلي لوبډلې له لوري اکسار پټيل، کولديف يادو او اشنټ شرما ښه توپ اچونه وکړه چې هر يوه يې دوه-دوه ويکټې ترلاسه کړې.

د ډهلي لوبډلې له لوري لوبډلمشر ډېوډ وارنر، منېش پانډيا او اکسار پټيل ښه توپ وهنه وکړه. ډېوډ وارنر ۵۷، منېش پانډيا ۲۱ او پټيل ۱۹ منډې وکړې او ورکړل شوی هدف يې د ۶ ویکټو په زيان د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ.

د کلکتې لوبډلې له لوري وارن چکرورټي، لوبډلمشر نېټېش رنا او انوکول روی ښه توپ اچونه وکړه چې هر يوه يې دوه-دوه ويکټې ترلاسه کړې.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د آی پي اېل سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې چينای سوپر کينګ لوبډله له سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې سره لوبه کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button