لوبېلوبې خبرونه

د هند او نیوزیلنډ تر منځ د نیمه پای‌لوبې سیالي روانه ده

د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام د مسابقو په لړ اوس د هند او نیوزیلنډ تر منځ نیمه پای‌لوبې ته د رسېدو سیالي روانه ده

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې تر اوسه هند لوبډلې مقابلې لوبډلې ته هېڅ لوبه نه ده بایللي بلکې ټولې یې ګټلي دي او نن به معلومه شي چې دا لوبه ګټي او کنه.

د هند کرېکټ ملي لوبډله نن په خپل کوربه‌توب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې نیمه‌پای لوبه کې لوبېږي.

دغه لوبه نن چهار شنبه کېږي

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه د نومبر ۱۵مه د هند د ممبی په «وانګېډې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

هند په روان نړیوال جام کې تراوسه نهه لوبې کړي او ټولې یې ګټلې دي. هند په ګروپ پړاو کې نهه سیالي وکړې او ټولې یې په یوه اړخیزه توګه وګټلې.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ د افغان لوبډلې کمساري لوبه او ماته

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې بیا له نهو سیالیو پنځه وګټلې او څلور وبایللې او د څلورمې لوبډلې په توګه یې نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه.

هند له نیوزیلنډ سره په کړیو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې څلور لوبې ګټلي او یوه لوبه د باران له کبله بې‌پایلې پای ته رسېدلې ده.

په دې جام کې د افغان لوبډلې لاسته راوړنې

افغان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په دغو لوبه کې د افغانانو او نړیوالو ټیمونو د توقع خلاف ولوبېده او د پاکستان په ګډون یې څلور داسې لوبډلې ماتې کړې چې له دې وړاندې یې چا د ماتي ورکولو توقع هم نه شوه کولی. افغان لوبډلې چې کله پاکستان مات کړ، نو دغه لوبې د پاکستان د صدراعظم او نورو لوړ پوړو چارواکو سخت غبرګونونه راوپارول او ویې ویل چې د افغان لوبډلې بهترین ټوپوهونکي ابراهیم ځدراڼ ولې خپله ډالۍ هغه کډوالو ته ډالۍ کړه چې پاکستان یې په جبري توګه له پاکستان څخه باسي.

نور ولولئ:  کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

ابراهیم ځدراڼ پاکستان ته له ماتې ورکولو وروسته نړیوالو رسنیو ته وویل چې د لوبې د غوره لوبغاړي دغه جایزه به هغه کډوالو ته ورکوي چې پاکستان په زور ایستلي یا باسي او افغانستان ته یې اړوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button