نړیوال خبرونه

د هند دولت افغان سکهان هند ته راغواړي

د هند دولت افغان سکهان هند ته راغواړي د انډیا پریکړه کړې چې افغان سېکهان او هندوان خپل هېواد ته راوغواړي، اوهلتع ورته د اوسېدو زمینه برابره کړي ترڅو دغه هېواد کې د دويي ژوند په امن کې وي

د ملکري هېواد هند دولت دا پرېکړې دې لپاره هم کړې، چې دغه مذهبي لږکۍ په افغانستان کې د پاکستان د ملاتړو ترهګرو له لوري پازابيږي ،حملې پرې کېږي اوژوند ورڅخه اخیستل کيږي، اوس د هند حکومت غواړي چې ٧ سوه افغان سېکهانو او هندوانو ته د هند ایمې ویزې ورکړي او هند ته یې وغواړي.د هند رسنیو هم په دې اړه راپورونه ورکړي، چې دولت یې د افغان سېکهانو او هندوانو ته د هند د دایمي ویزو د ورکړې لپاره ټول پړاوونه چمتو کړي او ډېر ژر به دويي هند ته وغواړي،

په هېواد کې د نورو افغانانو سره سره د افغان سېکهانو، هندوان او مذهبي لږکیو ژوند په خطر کې دی ، چې څو ځل پر دې مذهبي لږکیو هم بریدونه شوي او وژل شوي دي.دې خبرې ته په کتو سره هند غواړي چې هندي سکهان له افغانستان هند ته انتقال مړي او هلته ورته د ژوند زمینه برابره کړي ترڅو دويي وکولۍ شي خپل عبادتونه او ژوند په ارامه فضا کې وکړي،

دغه هېواد له دې وړاندې هم افغان سېکهانو او هندوانو ته هند ته د ورتګ او هلته د تابعیت د ورکولو خبره کړې وه، چې یو شمېر هندوان او سېکان اوس هند او نورو هېوادونو کې ژوند کوي او له دوی پاتې سېکهانو او هندوانو ته د هند حکومت هند ته د ورتګ بلنه ورکړې.

د هېواد سېکهان او هندوان، چې ډېر په ننګرهار، پکتیا، خوست او نورو ولایتونو کې یې له کلونو کلونو راهیسې ژوند کولو، د نورو هېوادوالو له لوري ځورول کېدل، ځمکې یې غصب شوې او ملکیت ترې واخیستل شو، په وروستیو کې د هېواد د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره هم چې دا مذهبي لږکۍ ټارګېټ او ووژل شول، د دوی له منځه زرګونه سېکهان او هندوان له افغانستان ووتل او په بېلابېلو اسیایي او اروپایي هېوادونو کې یې پناه واخیسته.

په پلازمینه کابل او ننګرهار کې د افغان سېکهانو او هندوانو پر عبادت ځایونو حملې وشوې ، چې د سر مشران یې په کې د لاسه ورکړل او له دې کبله اړ شول چې افغانستان پرېږدي او د خپل سر د خوندي کولو لپاره په نورو هېوادونو کې پناه واخلي.یو شمېر داسې هندوان او سېکهان هم شته چې  وایي، که هر څه کیږي خو افغانستان نه پرېږدي، دوی تر بل هر وخت او هر چا افغانستان ته ژمن دي، افغانستان پردی نه ګڼي او وایي، چې خپل هېواد افغانستان به په هېڅ صورت نه پریږدي.

بازې افغان سېکهان او هندوان چې په نورو هېوادونو کې اوسیږي، اوس هم هیله لري، چې افغانستان ته سوله راشي او بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي، دوی وایي که په بل هېواد کې په امن کې دي خو بیا هم افغانستان پسې ځوریږي او د هېواد د لېرې والي درد نه شي زغملی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button