نړیوال خبرونه

د هند سفارت د پرانیستو په صورت کې د امنیت د تامین لپاره د ا.ا ډاډ

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار کوي که هند په کابل کې خپل سفارت پرانیزي، سرپرست حکومت د هندي ډیپلوماټانو د امنیت خوندیتوب ته ژمن دی.

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین څرګندوي:«دا زموږ ژمنه ده څو په کابل کې د ټولو پرانیستو سفارتونو او هغو ډیپلوماټانو چې کابل کې کار کوي امنیت خوندي کړو، او دا مو ثابته کړې هم ده او د سفارتونو امنیت مو خوندي کړی او دا کار به د هند سفارت لپاره هم وکړو، که هند وغواړي کابل کې خپل سفارت پرانیزي.»

نور یی ولوله | هېواد کې د کولرا خپرېدو سره هم مهاله د دغه ناروغی د پوهاوي د کمپاین پيل

ښاغلی شاهین وایي چې هند باید د افغانستان د پځواني حکومت له چارواکو سره د اړیکو پر ځای د افغانستان له خلکو سره په تماس کې وي: «موږ له هغوي هرکلی کوو که وغواړي خپلې پروژې بشپړې کړي او یا دا چې غواړي په افغانستان کې نوې پروژې پیل کړي.» 

یو شمیر پخواني ډیپلوماټان هم په دې اند دي چې هند له کابل سره د اړیکو لرل په خپله ګټه ګڼي. پخوانی ډیپلوماټ سید نورالله راغي څرګندوي:«هند مایل دی چې لږ تر لږه له طالبانو سره د غیررسمي په حد کې اړیکې ټينګې کړي ترڅو له یوې خوا اقتصادي پيسطې دوام پٍیدا کړي او له بلې خوا د افغانستان وضعیت تر نظر لاندې وي.»تر دې وړاندې هندي رسنیو رپوټ ورکړی وو چې نوی ډیلي په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو د ارزولو په حال کې دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button