نړۍ خبرونه

د واګنر ملېشې مشر پریګوژین په غورځېدلې الوتکه کې ووژل شو

د واګنر ملېشې مشر پریګوژین هغه مهال ووژل شو چې الوتکې یې سقوط وکړ

د روسیې ملکي هوايي چلن اداره وايي، د واګنر ملېشې مشر یوګیني پریګوژین نوم د هغې الوتکې مسافرو په لیست کې شامل دی، چې غورځېدلې او ټولې سپرلۍ یې وژل شوې دي.

له دې مخکې د خواله رسنۍ ټیلیګرام پر ‘ګرې زون’ نومې هغه پاڼه چې د واګنر اړوند ده، لیکل شوي و، چې د ۶۲ کلن پریګوژین د سپرلۍ شخصي الوتکه د دافع هوا لخوا ویشتل شوې ده.

نور ولولئ: پنټاګون د واګنر ډله د اوکرايين جګړه کې اغېزناکه نه ویني

ګرې زون وروسته د چهارشنبې پر ورځ ولیکل چې پریګوژین ”د روسیې د خائینانو د فعالیتونو له لاسه ووژل شو.”

د روسي ځواکونو پر وړاندې د پریګوژین بغاوت

د یادونې ده، چې پريګوژین په تېره جون میاشت کې د روسي ځواکونو پر ضد د یوه ناکام بغاوت مشري کوله.

د پريګوژین د سپرلۍ الوتکه په داسې حال کې غورځېدلې، چې د رپوټونو له مخې په همدې ورځ د روسیې یو لوړپوړی جنرال سیرګي سوروفکین د هوايي ځواک له مشرۍ ګوښه کړل شوی دی.

ویل کېږي، جنرال سوروفکین له پريګوژین سره تاوده اړیکي درلودل او د جون میاشتې له بغاوت وروسته په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

غورځېدلې الوتکه له اووه سپرلیو او د عملې دریو کسانو سره له پلازمېنې مسکو نه د روسیې سنټ پېټرزبرګ ته پر لار وه چې د پېښې ښکار شوه.

ویل کېږي الوتکه د مسکو او سنټ پېټرزبرګ تر منځ د لارې په نیمايي کې کوژینکینو تویر کلي ته نژدې غورځېدلې ده.

د الوتکې له غورځېدو مخکې چاودنې

ګرې زون پاڼه لیکي چې د سیمې خلکو د الوتکې له غورځېدو مخکې دوې چاودنې اورېدلې او د لوګیو کرښې یې لیدلې دي.

په ناتائید شویو تصویر کې د پریګوژین سپرلۍ الوتکه داسې حال کې لیدل کېږي چې د اور په لمبو کې پټه ده.

نور ولولئ: روسیه: د ملېشه ځواک ‘واګنر’ مشر پر بغاوت تورن شو

یوګیني پریګوژین په ۲۰۱۴ کال واګنر ملېشه جوړه کړه، چې اوس ۲۵ زره وسله وال لري. دا ملېشه په اوکرایین، سوریه او لوېدیځه افریقا کې فعاله وه او د زور او ظلم کیسې یې مشهورې شوې.

پریګوژین بیا د تېرې جون میاشتې پر ۲۳ مه او ۲۴ مه د هغه بغاوت مشري هم کوله چې ګډونوال وسله وال یې له اوکرایینه وخوځېدل د روسیې روستوف ان ډان ښارګوټی یې ونیو او د مسکو پر لور یې د یون ګواښ وکړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button