لوبې خبرونه

د وزیر اکبر خان دویمه درجه کرکټ سیالیو کې به ۳۷ لوبډلې لوبېږي

د وزیر اکبر خان دویمه درجه سیالۍ به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۸ مه نېټه پیل شي

د یادو سیالیو دا پیل به ۱۵ پړاو وي چې په دې کې به هغه ځوان لوبغاړي راوځي چې په کرکټ کې د ځلېدو وړ وي. دوی به له دغو پړاوونو له طی کولو وروسته ملي لوبډلې ته لار پیدا کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۸مه نیټه د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۵ پړاو پیلوي. په دغو سیالیو کې به ۳۷ لوبډلې برخه ولري او په خوست، کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې به ترسره شي.

ددې سیالیو پیل به راتلونکې پنجشنبه وشي

د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۴مه) خبر ورکړ چې، راتلونکې پنجشنبه د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالو ۱۵م پړاو لوبې پیلوي.

کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو سیالیو کې به د هیواد ۳۷ ولایتي لوبډلې برخه واخلي او په خوست، کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې به د ۱۸ ورځو لپاره روانې وي.

نور ولولئ: د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

نور ولولئ: کرکټ؛ نن افغان لوبډله له متحده عربي اماراتو سره د ۲۰اوریز لوبو سریز پیلوي

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو لپاره ۳۷ لوبډلې په شپږو ګروپونو ویشل شوې دي.

419315572 927836679342817 1782820526728142854 n

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه مشر نصیب خان وايي چې، یادې سیالۍ د نویو استعدادونو د موندلو او په هیواد کې د کرېکټ لوبې د ودې په موخه هر کال ترسره کیږي: « موږ ژمن یو چې کرېکټ لوبه د هېواد هرې برخې ته ورسوو او دا چې د ۳۷ ولایتي لوبډلو په ګډون د دویمې درجې سیالۍ پیلیږي، دا په هېواد کې د دې لوبې د پرمختګ او ودې لویه نښه ده.»

په دې لوبو کې د ګډون کوونکو لوبغاړو شمېر

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو کې نږدې ۷۰۰ لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو ښودلو چانس ورکړل شوی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ برخې له لوري دا لومړۍ سیالۍ دي چې د روان میلادي کال له پیل وروسته ترسره کیږي، په راتلونکي فبرورۍ میاشت کې به د ۱۲ ولایتي لوبډلو تر منځ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې هم پیل شي.

د یادونې وړ ده چې ځینې لوبغاړي د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې لا هم د افغانستان کرکټ بورډ کې د واسطو کارونه ډېر دي چې د افغان کرکټ په پرمختګ کې خنډونه رامنځته کولی شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button