د ولسمشر غني او د چین د ولسمشر ټلیفوني خبرې شوي

د ولسمشر غني او د چین د ولسمشر ټلیفوني خبرې شويجمهوررئیس محمد اشرف غني اوزبیکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ پرون غرمه د چین ولسي جمهوریت جمهوررئیس شي جین پینګ سره ټلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټلیفوني مکالمه کې د چین جمهوررئیس په افغانستان کې د امنیت، اقتصادي ودې، سولې پروسې او روغتیا په برخو کې جمهوررئیس غني ته له افغانستان سره د مرستو ډاډ ورکړ.هغه وویل چې مونږ په اوسني سخت حالت کې د افغانستان ولس سره یو ځای یو او هر وخت به د دوی مرسته وکړو.هغه وویل مونږ به د حالاتو ښه کېدو سره افغانستان لپاره پلان جوړ کړو.
نوموړي په افغانستان کې پر اوسني امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده او له طالبانو یې وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي. هغه په ټینګار وویل، هیواد به یې د تروریزم ضد مبارزې او د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ وکړي.
د چین جمهوررئیس وویل، هیواد به یې له افغانستان سره د کرونا ضد یو میلیون ډوزه واکسین مرستې ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم له افغانستان سره په ګډو پروژو کار وکړي.او تل به دغه هیواد سره څنګ کې پاتې شي. تر څو افغانستان دغه سختې مرحلې نه په اسانی سره ووځي.

جمهوررئیس غني د چین جمهوررئیس څخه له افغانستان سره د سولې پروسې د ملاتړ او په بېلابېلو برخو کې د مرستو د ژمنتیا مننه وکړه او د چین رول یې ارزښتناک وباله هغه وویل چې اوس وخت رارسېدلی چې باید چین افغان سوله کې خپل رول عملي کړی تر څو د افغانستان سره سره د سیمي د امنیت هم ښه وشي.