نړیوال خبرونه

د ولسمشر غني وزيران ناکام او د عبدالله بريالي شول

د ولسمشر غني وزيران ناکام او د عبدالله بريالي شول په دې وروستيو کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله دواړو وزيران ولسي جرګې ته وروپېژندل شول ترڅو د باور رايه ترلاسه کړي د ولسمشر غني له لوري د ورپېژندل شویو وزیرانو څخه اوه تنه يې په دې بريالي شول. چې د باور رايه واخلي.

بلخوا بیا ۵ نور یې بيا د ولسي جرګې له لوري رد شول، د ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا بيا ورپېژندل شوي ۱۲ وزيران غونډ په دې وتوانېدل چې د ولسي جرګې څخه د باور رايه ترلاسه کړي.که څه هم د ولسمشر غني لخوا ورپېژندل شويو وزيرانو ډېره هڅه وکړه چې وکیلان په پيسو او چوکیو راضي کړي او ځانته ترې د باور رايه ترلاسه کړي خو بيا هم ډېری په دې بريالي نشول.ولسي جرګه کې وکيلان د افغانانو ذهنيت ته ګوري چې همدا اوس افغانان څه غواړي،

سوشل میډیا کې د ولسمشر غني لخوا د ورپېژندل شويو وزيرانو څخه د ځينو په وړاندې یې سخت غبرګون وښود او پدې هکله حساس و، ملت چېرته دا مني چې ددوی د مرکزي بانک ريس دې يو لبنانی وي، داسې يو کس چې د افغانستان په ژبه خبرې نشي کولی د افغانستان سره هیڅ ډول تړاو نلري.

ملت هېڅکله داسې کسان نه شي زغملی چې ددوی د بطن څخه نه وي راپورته، له بده مرغه ولسمشر غني داسې کسان د وزیرانو په شکل ولسي جرګې ته ورپېژندل چې د بهر څخه راوړل راغلي او دلته هېڅ ډول تېر او راتلونکي نلري، نه ددوی کورنۍ دلته ژوند کوي نه دوی، ملت پوهېږي چې دا کسان به نن وي سبا به ځي، نو له همدې کبله ملت په ولسي جرګه ډېر زيات فشار راوړ چې په هېڅ وجه دغسې يوه کانديد ته رايه ورنکړي چې د بهر څخه راغلي وي او افغانستان ته د چور او فرصت د يوه ميدان په شکل ګوري.

د ښاغلي غني لخوا اجمل احمدي د مرکزي بانک د مشر په توګه وړاندې شوی وي چې ولسي جرګې په اکثريت رايو رد کړ، احمدي د افغانستان سره هېڅ تړاو نلري نه يې پښتو نه يې دري زده، د ولسمشر غني له لوري ددا ډول کسانو معرفي کول پخپله ددې سبب کېږي چې ولس د ارګ په وړاندې دريځ ونیسي.

د بلې خوا بیا د معارف د وزرات لپاره ولسمشر غني داسې څوک وړاندې کړي و چې په دې څانګه کې یې بريالي کېدل ګران و، رنګينې حميدي يو عمر د ښځو په ملاتړ کې کار کړی دی او په کار دا وه چې د ښځو د چارو وزرات ته يې ورپېژندلې وی خو ولسمشر د پوهنې د وزرات د نوماندې په حيث معرفي کړه چې ماتې يې وخوړه.حسينه صافۍ چې له دې وړاندې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مخ بېولی و بايد بېرته په همغه پوست مقرره شوې وی، ځکه هم یې پکې تجربه درلوده او هم ورته مناسبه وه

اوس وخت د دې رترسېدلی چې ولسمشر پخپلو کړنلارو بيا يو ځل فکر وکړي، افغانانو ته دې افغانانو ريښتيني استازي وروپېژني، د بهر څخه په راوارد شويو کسانو دې ځان نور نه خواروي که نه ملت اوس به نور هم شا ورواړوي.او د حکومت لا نور هم ناراضه شي. ملت ددې لپاره اوسنی حکومت غوره کړ تر څو داسې کارونه چې د ملت پکې خیر وي خو داسې ونشول او برعکس نور هم مبلک دبهران خوا ته لاړ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button