نړیوال خبرونه

د ولسمشر غني په حضور کې د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د رئیس شمیم خان کټوازي او د اکټیډ موسسې د رئیس فرانسس هریشر او ANCC موسسې رئیس فرهاد کریمي ترمابین د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه په امضاءورسېدل.

په دغو مراسمو کې چې پرون غرمه په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شول د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شمیم خان کټوازي وویل، له جمهوررئیس څخه مننه چې د دوی په پاملرنه او لارښوونه نن د هیواد لسو نورو ښارونو ته د ولسي تړون ملي پروګرام غځولو او دولسو ښارونو کې د کارموندنې تړونونه له همکارو موسسو سره لاسلیکوو.د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئیس وویل، په جلال اباد، کندهار، هرات او مزارشریف ښارونو کې په درې کالو کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۹۱۴ پروژې تطبیق شوي

چې هلمند، غزني، فراه، پروان، جوزجان، بدخشان، پکتیا، لوګر، نیمروز او بلخ لسو ولایتونو ته د دې پروګرام غځولو سره به د ۴۵ میلیون ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې عملي شي.ښاغلي کټوازي وویل د کارموندنې پروګرام دویمه برخه کې به په جلال اباد، لغمان، کنړ، نورستان، هرات، غور، تخار، کندز، بغلان، خوست، کندهار او فاریاب دولسو ولایتونوکې د ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت په څلورو کالو کې بېلابېلې پروژې د ولس په خوښه تطبیق شي.

نوموړي زیاته کړه، ۱۲۰ زره خلکو ته د کاري زمینو ترڅنګ به کارموندنه باثباته او دوامداره شي. د ولسونو په همکارۍ به په لږ وخت کې په ښه ډول دا پروژې پلې او پر دولت د خلکو باور لا زیات کړو. هغه زیاته کړه، په راتلونکي کې به د پروژو تطبیق کې د ښاروالیو ظرفیت لوړ او د همکارو موسسو رول را کم کړو. په دویم پړاو کې دې لسو هغو ښارونو ته چې لږ انکشاف یې کړی دا پروګرام وغځول شي.

د اقتصاد وزیرې وویل، د کارموندنې بین الوزارتي پروګرام اساسي موخې د اقتصادي فرصتونو لپاره د مناسب محیط رامنځته کول، د سوداګرۍ او پانګونې برخې مقررو اصلاحات، د اقتصادي فرصتونو ایجاد، د کسب او کار اسانتیاوې، د زیربناوو ښه والی، د سوداګریزو مارکېټونو د ظرفیتونو پیاوړتیا، د ښاري پروژو اولویت بندي او د کار بازار پیاوړتیا دي.

د ولسمشر غني په حضور کې د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول
د ولسمشر غني په حضور کې د ولسي تړون او کارموندنې ملي پروګرام د پراختیایي پروژو تړونونه لاسلیک شول

د یادو تړونونو له لاسلیک وروسته جمهوررئیس غني وویل، نن ټولو په ځانګړي ډول هغو هیوادوالوته چې د کرونا او دوامدارې بې وزلۍ له امله یې په اړوندو ښارونو کې ژوند زیات زیانمن شوی، د کارموندنې د دې بهیر د پیل مبارکي وایم او له دې سره به یې په ژوند کې ښه والی راشي.جمهوررئیس غني وویل، د ساساکي پراختیایي پلانونو تر برابرولو وړاندې زموږ د دولتي او بین المللي همکارانو د واحد لید د نشتوالي له امله زموږ ښارونه په غیرپلاني ساحو بدل شول.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button