د ولسمشر غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډې جوړه شوه

د ولسمشر غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډې جوړه شوه.د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په پیل کې جمهوررئیس غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل وروستي سفر او د قانون حاکمیت، حکومتولۍ او فساد ضد مبارزې په برخو کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.ولسمشر غني د ښځو او وطندارانو د حقونو خوندیتوب اساسي اړتیا وبلله وې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو لوري د فساد ضد مبارزې په برخه کې واضح پیغام درلود. هغوی د دوه پورته یادو مواردو په اړه د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا پر رول ټینګار وکړ.
وروسته د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست عالي شوراګانو د چارو انسجام رئیس د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا کاري طرزالعمل وړاندې کړ چې د غونډې د غړو د نظریاتو په پام کې نیولو سره منظور او د میاشتنیو غونډو پر جوړولو ټینګار وشو.ورپسې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د تعقیب او څارنې ریاست مرستیال د دولت د څارنې او ارزونې واحدونو د وضعیت تحلیلي راپور وړاندې او د راپور د موندنو او موجوده ستونزو د بیانولو ترڅنګ یې د څارنې او ارزونې او په دې برخه کې د اړتیا وړ منابعو د تامین په موخه د متخصص کادرونو د روزنې په اړه خپل وړاندېزونه وکړل.
جمهوررئیس د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته وویل، د پروژې مدیریت باید پر مسلک بدل شي. همداراز یې د حساب ورکولو پر بنسټ د بشري ځواک پر تغییر هم ټینګار وکړ.د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا، د مالي او اداري انسټیټیوټ د پیاوړتیا لپاره د څارنې او ارزونې په برخو کې د ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار وکړ او د احصایې او معلوماتو ملي اداره یې موظفه کړه چې په ادارو کې د ډیجیټلي کولو په برخه کې د ظرفیت لوړولو لپاره خپله مشخصه طرحه وړاندې کړي.

وروسته د مالیې وزارت سرپرست د کارکوونکو د استخدام او (NTA) معاشونو په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې او څرګنده کړه چې د NTA قراردادي کارکوونکو په معاشونو کې کابو یو میلیارد افغانۍ سپما شوې دي.ولسمشر غنی په دې اړه وویل، د (NTA) سیستم پر موثریت او پایلې دې بیاکتنه وشي او قراردادونه دې په پایله محوره توګه ترسره شي. هغه زیاته کړه په وزارتونو او ادارو کې د چارو د کیفي سطحې لوړولو په موخه غوره انګېزه د وړتیاو پر بنسټ د معاشونو لوړول دي.
د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا د (NTA) قراردادونو د حذفولو په اړه چې اغېزناکه نه وو، د مالیې وزارت وړاندېزونه تائید کړل، وزارتونه او ادارې یې موظفې کړې چې د (NTA) معاشونو د ازرونې په برخه کې مالیې وزارت سره همکاري وکړي.