د ولسمشر غني په مشرۍ د هیواد له سیاسي او جهادي رهبرانو سره مشورتي ناسته وشوه

د ولسمشر غني په مشرۍ د هیواد له سیاسي او جهادي رهبرانو سره مشورتي ناسته وشوه د هیواد له سیاسي او جهادي رهبرانو سره د مشورتي ناستو په لړ کې پرون سهار د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ، په چهارچنار ماڼۍ کې ناسته وشوه.
د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د سولې پروسه د افغانستان اسلامي جمهوريت لومړیتوب دی او د دې بهیر ټول راتلونکي ګامونه به په تفاهم او اجماع اخیستل کېږي.په ناسته کې دا ټینګار هم وشو چې د سولې او ثبات د تامین، د جمهوری نظام د استحکام او د هیواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره، واحد صف او قوي سیاسي اجماع مهمه ده.

او د ثبات د تحکیم لپاره دې د جمهوري نظام له قوي ولسي ملاتړ نه اعظمي ګټه واخیستل شي.دغه ناسته کې متحده ایالاتو ته د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس او مل پلاوي د متوقع سفر په اړه هم مشوره وشوه او دا سفر مهم وبلل شو.دوی ټینګار وکړ چې دېنه وروسته به په مثله او بحث کې دا ډول سیاسي او جهادي څېرې را غوڼډوو.
دوی وویل چې اوسنی وضعیت دا اجابوي چې باید خپل منځي او سیاسي اختلاف ختم کړو او د هېواد د امنیت او نظام ټينګښت لپاره سیاسي اجماع باندې کار وکړو تر څو دا بحرانی وضعیت سره په اساني مخې ته لاړ شو او د جګړې احتمال نه هېواد وژغورو ځکه دا صحنې د هېواد اینده جوړونکي صحنې دی او باید ډېر احتیات نه کار واخیستل شي.
د غونډې په پای کې یو وار بیا د هیواد جمهور رئيس د واحد صف د استحکام او د سیاسي اجماع د تحکیم لپاره دغه ډول ناستې مهمې وبللې او پرېکړه وشوه چې دا ناستې دوام وکړي ځکه همدا سیاسي رهبران دي چې د ملک اینده ورسره په لاس کې دی.نو ټول سیاسي او جهادي څېرې باید په سیاسي اجماع باندې یقین ولرو.