نړیوال خبرونه

د ولسي جرګې یوشمېرغړي پاکستان ته سفرکوي

د ولسي جرګې یوشمېر غړي پاکستان ته سفرکوي د کابل حکومت د ولسي جرګې لوړپوړی پلاوی د «میررحمان رحماني» په مشرۍ پاکستان ته سفر کوي.او هلته به د دغه هېواد د قومي اسمبلی مشر په شمول یو شمېر اعلی چارواکو سره ګوري.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي «محمد صادق» په همدې تړاو پر خپل ټويټر لیکلي، چې د ولسي جرګې د رییس «میر رحمان رحماني» په مشرۍ دغه لوړپوړی پارلماني پلاوی به نن د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه پاکستان ته سفر وکړي او د پارلماني کمیټو ۵ رئیسان ، د پارلمان ګڼ غړي ، منشي او د ولسي جرګې چارواکي به پکې شامل وي.دويي به هلته د اعلی چارواکو سره د سولې په اړه خبرې اترې کوي.

ښاغلي صادق که څه هم د پلاوي د سفر د موخې او د خبرو د اجنډا په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو دغه سفر داسې مهال دی چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې روانې دي او هڅه کېږي د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکې کېښودل شي.له دې مذاکراتو سره هم مهاله پاکستان ته د کابل حکومت د چارواکو او دولتي پلاوو سفرونه هم زیات شوي.

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

څه موده وړاندې د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» هم اسلام اباد ته تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې درلودې.پاکستان وایي، په افغانستان کې د ثبات او امنیت ملاتړ کوي  او تمه لري، چې په دې هیواد کې سوله به د پاکستان پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.

د ولسي جرګې یوشمېرغړي پاکستان ته سفرکوي
د ولسي جرګې یوشمېرغړي پاکستان ته سفرکوي

د یادونې وړ ده چې د دې نه وړاندې د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عببدالله هم د غه هېواد ته سفر کړی او هلته ېې د سولې لپاره د دغه هېواد نه غوښتي چې د قطر د پروسې ملاتړ وکړي. تر څو افغانان يه سوله کې ژوند وکړي او په ځان بسیا هېواد کې ژوند وکړي. د ښاغلي عبدالله عبدالله نه وروسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د پاکستان هېواد ته سفر کړی او هلته ېې د سولې په اړه د اعلی چارواکو سره خبرې کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button