نړیوال خبرونه

د وینې فشار او کلیسترولو کچه برابر ساتلو لپاره دغه عادت خپل کړئ

د وینې فشار او کلیسترولو کچه برابر ساتلو لپاره دغه عادت خپل کړئ که چېرته د وینې د فشار ستونزه لرئ او وخت ناوخت ډېر لوړېږي، نو د درملو پرځای کزناستل کم کړئ او د ډېر متحرک اوسیدو عادت خپل کړئ.

د یوې له مخې، چې په امریکا کې ترسره شوه، ویل کېږي چې لږ کېناستل او تر ډېره متحرک اوسیدول مو د وینې د لوړ فشار او کلیسترولو په کنترولولو کې لومړنۍ درملنه ګڼل کېږي.په څېړنه کې ویل شوي چې په بدني ډول متحرک اوسیدنه د هغه صحت مندو کسانو لپاره یو مثالي ابتدایي درملنه ده چې د وینې کلیسترول او فشار یې ډېر لوړ شوی وي او په دې سره یې د شریانونو او د زړه د ناروغیو خطر کمېږي.

60b91050717b5

څېړونکې وایي چې د بدني فعالیتونو او متحرک اوسیدو سره نه یوازې دا چې د وینې لوړ فشار او کلیسترول مو کمښت مومي، بلکې ډېرې نورې روغتیایي ګټې هم لري چې له چاغښت او شکر څخه خوندیتوب یې په لومړي سر کې ځای لري.

همدغه راز بدني فعالیتونه د څو ډوله سرطاني ناروغیو څخه په مخنیوي، د هډوکو، دماغو او د ذهني روغتیا په ښه والي او د ښه خوب کولو لپاره ګټور تمامېږي. نو ځکه خو روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې په اوونۍ کې یو سلو پنځوس دقیقې آسانه او پنځه اویا دقیقې سخت ورزش وکړئ.

د یادولو وړ ده چې صحت په ژوند کې تر ټولو مهم جز دی باید هر سړی تر ټولو زیات د خپل صحت خیال او فکر وکړي تر څو اینده کې د غټو مرضونو مخنیوی وکړی او خلک د په عام ژوند کې د ستونزو سره مخ نشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button