اقتصاد او سوداګري

د ټاپي پروژې لپاره برابره زمینه

په کابل کې د ازبکستان سفیر وايي چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره ښه زمینه برابره ده

د ازبکستان سفیر دغه څرګندونې د طالبانو له وزیر شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې کړي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور تېره ورځ په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجرایوي مشر مراد امانوف سره وکتل.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د ارزښت، د ځمکو د استملاک، کابل ته د ترکمنستان تخنیکي ټیم د راتګ او هرات کې د عملي چارو پیل لپاره د زمینې برابرولو په اړه هر اړخيزې خبرې شوې دي.

دغه پروژه د ټولو هېوادونو په ګټه بلل شوې ده

د خبرپاڼې له مخې په کابل کې د ترکمنستان سفیر ويلي دي: « د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او موږ د دغې پروژې ژر پیل ته ژمن یو.»

نور ولولئ: د ټاپي پروژې پرمختګ

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

نور ولولئ: اسلام اباد ټاپي پروژه مهمه بللې، او پر ژر پیل یې ټینګار کړی

خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دغه پروژه نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ټولو ښکېلو هېوادونو لپاره ګټوره بللې او ويلي يې دي، چې ټول افغانان د دې سترې اقتصادي پروژې تر شا ولاړ دي ‏او دغه ډله په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو ده.

tapi1
انځور: د ټاپي پروژې د پیل یوه برخه.

د کتنې په پای کې د کارونو د چټکتیا په موخه، د تخنیکي ډلو د ناستو پر دوام ټینګار شوی دی.

د ټاپي پروژې شا لید

که څه هم د ټاپي پروژې د کار پیل تړون په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو تر منځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو او ټاکل شوې وه، چې دغه نل ليکه به د ۲۰۱۹ کال په پای کې د غازو لېږد ته چمتو شي؛ خو د دغې پروژې چارې لا نه دي بشپړې شوې.

د دغې پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارډه او ۵۰۰ مېلیونه ډالر ښودل شوی و. ویل شوي و، چې دغه نل لیکه په کال کې د ۳۳ میلیاره کیوبک میتره غازو د لېږد وړتیا لري.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، چې په نږدې راتلونکې کې به د دغې پروژې عملي چارې پیل کړي.

د ټاپي پروژې غړي هېوادونه لېوالتیا لري چې ژر تر ژره ددې پروژې عملي کارونه پیل شي او ددې لپاره ځینې هڅې روانې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button