د ټاپي ګازو نللیکه؛ ترکمنستان غواړي په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان ته د ګازو لېږد پیل کړي

د ټاپي ګازو نللیکه د بشپړېدو پر لور روانه ده؛ ترکمنستان وایي، په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان ته د ګازو د لېږد پلان لري او په هرات کې یې د جوړولو چارې روانې دي.
د ترکمنستان د ګازو دولتي شرکت «ترکمنګاز» مشر مقصد بابایف ویلي، هېواد یې پلان لري چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه د ټاپي پروژې له لارې افغانستان ته د طبیعي ګازو لېږد پیل کړي. د ټاپي ګازو نللیکه
د ترېنډ خبري اژانس د راپور له مخې، بابایف دا څرګندونې په عشقآباد کې د تېلو او ګازو د ۳۱م نړیوال کنفرانس او نندارتون «OGT 2026» په څنډه کې کړې دي.
نوموړي ویلي، له سرحدآباد څخه تر هرات پورې د ګازو د نللیکې د جوړولو چارې روانې دي.
د تاند د راپور له مخې، د افغانستان په خاوره کې تر اوسه له ۱۲۰ کیلومترو زیاته نللیکه غځول شوې او د نورو برخو لپاره د ځمکې د هوارولو کار هم شوی دی.
بابایف ټینګار کړی چې چارې د ټاکلي مهالوېش له مخې روانې دي، خو د ګازو د لېږد د عملي پیل دقیقه نېټه یې نه ده اعلان کړې.
د ټاپي ګازو نللیکه؛ د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د لېږد وړتیا
د ترکمنګاز د مشر په وینا، دغه پروژه په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګازو د لېږد ظرفیت لري.
دا نللیکه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد لپاره طرحه شوې ده.
بابایف ویلي، پروژه یوازې د انرژۍ د لېږد وسیله نه ده، بلکې د سیمهییزو اقتصادي همکاریو او اړیکو د پراختیا لپاره هم مهمه ده.
د نوموړي په څرګندونو کې د ټاپي ګازو نللیکه د ترکمنستان د انرژۍ د صادراتو د پراخولو له مهمو پروژو څخه بلل شوې ده.
د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۱۰مه د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي برديمحمدوف هرات ولایت ته سفر کړی و.
د دغه سفر پر مهال د ترکمنګاز او افغان ګاز دولتي شرکتونو د تفاهملیک په لاسلیکولو سره د هرات ولایت ته د ګازو د لېږد په ګډون پر همکاریو هوکړه کړې وه.
د ګالکینیش ګازو زېرمې او د صادراتو پراختیا
د ترکمنستان د ګازو په صنعت کې د ګالکینیش د زېرمو پراختیا هم له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
د «ګافني کلاین» شرکت د ارزونې له مخې، د ګالکینیش، ګاراکل او یاشلار د ګازو ګډې زېرمې شاوخوا ۲۷.۴ ټریلیون متر مکعبه اټکل شوې دي.
د ګالکینیش پروژې په څلورم پړاو کې د ګازو د تولید لپاره د څاګانو کېندل او د تصفیې د یوه صنعتي مرکز جوړول شامل دي.
ټاکل شوې دغه مرکز په کال کې د ۱۰ میلیارد متر مکعب ګازو د تصفیې ظرفیت ولري.
د چین د تېلو او ګازو دولتي شرکت «CNPC» په دې پروژه کې د ترکمنستان همکار دی.
تمه کېږي چې د څلورم پړاو په بشپړېدو سره به له زرو ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي.
د ترکمنګاز مشر ویلي، د ګالکینیش پراختیا به د تولید د زیاتوالي ترڅنګ قراردادي شرکتونو، د تجهیزاتو برابروونکو او ټکنالوژیکو شریکانو ته هم نوي فرصتونه برابر کړي. د ټاپي ګازو نللیکه
نوموړي د ترکمنستان د ګازو د صادراتو په اړه ویلي، له چین سره د ګازو د نللیکې له لارې د ۲۰۰۹ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې له ۴۷۷ میلیارد متر مکعبو زیات ګاز لېږدول شوی دی.
بابایف زیاته کړې چې هېواد یې هڅه کوي د ګازو صادرات ختیځ، جنوب او لوېدیځ ته پراخ کړي.
د هغه په وینا، د تولیدي ټکنالوژۍ عصري کول، د چارو ډیجیټلي کول، د میتان ګازو د خپرېدو کمول او د ملي کاري ځواک روزنه هم د ترکمنستان د ګازو د صنعت لومړیتوبونه دي. د ټاپي ګازو نللیکه
په همدې لړ کې، د ټاپي ګازو نللیکه د ترکمنستان د صادراتي لارو د پراختیا یوه مهمه برخه ده؛ خو افغانستان ته د ګازو د لېږد عملي پیل لا د راتلونکي پلان په توګه مطرح دی.



