نړیوال خبرونه

د ټرمپ لوردبۍ کې د شیخ زاهد جومات ته ولاړه

د ټرمپ لور ایوانکا په اسلامي حجاب کي شیخ زاهد جومات ته ولاړه!

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ متحده عربي آماراتو ته په خپل رسمي سفر کي د متحده عربي آماراتو یو لوی جامع جومات شیخ زاهد ته ولاړه.

هغې د یاد جامع جومات څخه په پوره اسلامي حجاب کي لیدنه وکړه، چي د اسلامي ښځینه وو لپاره تر ټولو ستر حجاب (پوړنی) ئې هم په سر وو.

هغې پر خپل رسمي ټویټر پاڼه د شیخ زاهد مسجد څخه د لیدني تصویرونه خپور کړي او د دې ترڅنګ ئې د شیخ زاهد جومات د ارزښت په اړه لیکلي((د شیخ زاید جومات؛ د عصري اسلامي معمارۍ او ډیزاین عالي اثر)).

پر ټولنیزو رسنیو د هغې دا لیدنه په اسلامي ډول له یوه لوی اسلامي جامع جومات څخه ډېره ستایل سوې.

د ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ اوس د ۳۸ کلنو ده، چي اوس سیاستواله، خو د پلار تر ولسمشر کېدو مخکي لیکواله او موډله وه.

اوس د سیاست ترڅنګ لیکوالي هم کوي. ایوانکا ټرمپ (هغه ښځي چي کار کوي) په نوم هم یو کتاب لیکلي، چي پښتو ژبي ته شفیقې خپلواک راژباړلی.

ایوانکا ټرمپ د اقتصاد په برخه کړي لوړي زده کړي کړي دي.

د ټرمپ لوردبۍ کې د شیخ زاهد جومات ته ولاړه

هغې په ۲۰۰۹م کال کي د جر کوشنر په نامه یوه سړي سره واده کړی، چي ورڅخه درې اولادونه لري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button