Uncategorized

د ټولګټو وزارت نوي رهبري د دې وزارت له رئیسانو او یو شمیر کارکوونکو سره وکتل

د ټولګټو وزارت نوي رهبرې چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري ټاکل شوي، نن شنبې ورځ یې د ټولګټو وزارت او اوسپنې پټلۍ ادارې له رییسانو، آمرینو او ګڼو کارکوونکو سره یې تعارفي ناسته وکړه.

په دې ناسته کې چي د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت سرپرست مولوي بخت الرحمن شرافت او د هغه مرستیالانو مولوي محمد قاسم فرید او مولوي مصطفی ګډون کړی وو.د ټولګټو وزارت سرپرست مولوي بخت الرحمن شرافت د افغانستان د اسلامي امارت د بریا مبارکې د افغانستان ټول ولس ته وویله او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت رهبري د هیواد بیارغوني ته ژمن دی او په ټول توان سره به د هیواد د لویو سړکونو، پلونو او پُلګوټو په رغونه او بیارغونه کې هڅې وکړي.

ښاغلي شرافت د دې وزارت ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې پرته له کومې ویرې او ډار څخه دي خپلو دندو ته ادامه ورکړي او د هیڅ کارکوونکې حقوق به نه ضایعه کیږي.هغه همداراز زیاته کړه چې د دي وزارت ټول تخنیکي کارکونکي زموږ سترګې دي او له دې تخنیکي ټیم څخه به د هیواد د سړکونو په بیارغونه کې ګټه اخیستل کیږي، همدارنګه یې زیاته کړه چې دا مهال کابل – کندهار لویه لار له زابل څخه تر میدان وردګو ولایت پورې د سړک هغه برخې چې ویجاړې شوي وې او خلک یې د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو اوس مهال یې د بیارغونې کار پیل شوی.

fb img 1629542570552

ورپسې د ټولګټو وزات مرستیالانو مولوي صاحب محمد قاسم فرید او مولوي صاحب مصطفی د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان اسلامي امارت د بریا د مبارکي تر څنګ وویل چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د هیواد د ترانسپورتي زیربیناو د بیارغونې لپاره ټینګه اراده لري او هڅه کوي چې هیوادوالو ته ترانسپورتي اسانتیاو رامنځته کړي.

د غونډې په پای کې د اوسپني پټلۍ ادارې تخنیکې مرستیال او د ټولګټو وزارت یو شمیر رئیسانو په خپل وار سره خبرې وکړي او ټولګټو وزارت نوي رهبري ته یې د ښه راغلاست تر څنګ د دې وزارت اړوند ستونزې او وړاندیزونه شریک کړ او د افغانستان اسلامي امارت سره یې د ګډ کار ژمنه وکړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button