نړیوال خبرونه

د ټولګټو وزارت نوی وزیر اوپېژنی ښاغلثی نجیب الله یمین

ښاغلثی نجیب الله یمین لومړنۍ زده کړې د غازي امین په عالي لېسه کې او عالم محمد نیازي کې بشپړې کړي او وروسته د کابل پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي ته بریالی شوی وو چې په ١٣٧٩ه ش کال یې د سېول انجنیرۍ په برخه کې خپل لېسانس له کابل پوهنتون تر لاسه کړ.

ښاغلثی نجیب الله یمین د ماسټرۍ زده کړې سند په ١٣٨٧ کال کې د تایلنډ هېواد د مهیدول پوهنتون نه د د بشري منابعو د مدیریت برخه کې او همدا راز د ماسټرۍ بل سند امریکا متحده ایالاتو مشیګان ایالت کې د طبیعي منابعو په برخه کې د نړیوال انکشاف په چوکاټ کې تر لاسه کړ.او دغه پوهنتون کې د لایق شاګرد په صفت خلکو پېژنده نونموړی د ماستری په دوره کې هم یو بریالی شاګرد وو

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

انجنیر نجیب الله یمین د فواید عامې وزارت ته له نوماندۍ وړاندې ٢٠ کاله کاري تجربه په مسلکي او تخصصي توګه په ملي او نړیوالو ادارو باندنیو او بهرنیو ادارو، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، د چاپیریال ساتنې ملي اداره، ولسمشرۍ ماڼۍ، د اسیا پراختیایي او نړیوال بانک، ملګرو ملتونو او د المان د همکاریو پراختیایي سازمان کې دندې ترسره کړي.

ښاغلی یمین په ٢٠ کاله مأموریت کې په زیاتو تقدیرو نامو او ستاینلیکونو، په اوله، دویمه او درېیمه درجه جایزې ترلاسه کړي.ښاغلی یمین پارلمان ته له ور پېژندل شویو وزیرانو له منځه یو داسې شخصیت دی، چې حساب پرې کېدی شي او که له پارلمان بریالی ووځي، د ډېرو خدمتونو مصدر به وګرځي.

د ټولګټو وزارت نوی وزیر اوپېژنی
د ټولګټو وزارت نوی وزیر اوپېژنی

ښاغلی یمین څو ورځې وړاندې د ولسمشر حکم پر اساس د ټولګټو وزارت د نوي وزیر په توګه معریفي شو او نوموړی د پارلماني چارو وزارت لخوا د باوري رایو لپاره ولسي جرګې ته هم معریفې شوی.نوموړی د ډاکټر فضلي لخوا دغه وزارت کارممندانو ته معریفي شو. ښاغلي فضلي معریفي غونډه کې د خپل وینا پر مهال وویل چې ښاغلی یمین صیب به د ټولګټو وزارت کې خورا زیاتې لاسته راوړنې ولري او نوموړی به وزارت کې د اصلاحاتو لړی هم ژر پیل کړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button