د ټیمونو مالکانو د بورډ نه غوښتنه کړې چې پي ایس ایل اماراتو کې ترسره کړي

ایس ایل سیالی

د ټیمونو مالکانو د بورډ نه غوښتنه کړې چې پي ایس ایل اماراتو کې ترسره کړي.د پاکستان سوپر ليګ یا پي ایس ایل د ۶ لوبډلو مالکانو د پاکستان کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې ده چې د پي ایس ایل پاتې لوبې دې په دوبی کې ترسره کړي.

د (PSL) د مارچ په میاشت کې د ۱۴ لوبو له ترسره کولو وروسته د کورونا پېښو له وجې وځنډول شو، په دغه لیګ کې ۶ لوبغاړي په کورونا اخته شوي و. وروسته د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د پي ایس ایل پاتې لوبې به د جون په لومړۍ نېټه پیل کړي او ټول میچونه به د کراچۍ په ملي ګراونډ کې ترسره کړي.خو پاکستان کې یو ځل بیا د کورونا پېښې زیاتې شوې دي.

او د پېښور زلمي ټیم مالک جاوېد افريدي او د کراچۍ کنګز ټیم مالک سلمان اقبال وايي چې دوی له پاکستان کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې چې پاتې میچونه په اماراتو کې ترسره کړي.ښاغلي جاوېد اقبال وايي، چې ما د شپږم پړاو سیالیو له پیل مخکې کرکټ بورډ ته ويلي و، چې ټول لیګ دې په اماراتو کې ترسره کړي،

خو دوی هغه وخت زما خبره ونه منله، خو اوس مو ورته بیا ویلي دي، چې پاتې سیالۍ دې په اماراتو کې وکړي.جاوېد اقبال زیاتوي، چې د ټولو لوبډلو مالکانو په خپل منځ کې غونډه کړې او به دې اړه يې کرکټ بورډ ته په لیکلي ډول هم ویلي دي، همدا راز نن مو له کرکټ بورډ سره بیا ناسته ده او په هغې کې به وروستۍ پرېکړه وشي، چې پاتې سیالۍ به چېرته ترسره شي.

2175622 pslnewx 1620387924

هېره دې نه وي چې د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل د پاتې سیالیو لپاره څو ورځې وړاندې د ځینو لوبغاړو په نه شتون کې نور لوبغاړي واخیستل شو، په دې لړ کې د افغانستان رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ هم بېلا بېلو ټیمونو واخیستل.

اشتراک در
اطلاع از
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments