ټکنالوجي

د پاسپورټ ریاست د پاسپورټ د کتابچې له شتونه ډاډ ورکوي

د پاسپورټ کتابچه په بشپړه توګه شتون لري

عبدالحکیم حمدي وايي چې د پاسپورټ کتابچه په بشپړه اندازه شتون لري او دغه ریاست د پاسپورټ له کموالي سره مخ نه دی. ښاغلي حمدي زیاتوي چې دغه بنسټ دم کړۍ ناروغانو، زده کړیالانو او سوداګرو ته د پاسپورټ ورکړه لومړیتوب ګڼي.

هغه طلوع نیوز ته وايي:«پاسپورټ خلاص شوي نه دي، موږ لا هم پاسپورټ لرو او خلکو ته ډاډ ورکوو چې پاسپورټ خلاص شوي نه دي، که چېرې خلاص شوي وي موږ اړتیا لرو موږ پاسپورټ چاپوو. او د هېوادوالو اړتیا پوره کوو.» ورته مهال د پاسپورټ عمومي رییس مني چې یو شمېر جعل کاران تقلبي پاسپورټونه وېشي او له خلکو سره چل او درغلي کوي.

ښاغلی حمدي زیاتوي:«یو لوی فساد روان دی، پیسې اخیستلی کېږي. زه باوري یم، په سلو کې به لس فیصده داسې څوک وي چې هغه به ډېر فریب او هله باندې به یو جعلي فارم به له یو چا نه اخلي او هغه به تېر وي. دا به ډېر کم وي.»

نور یی ولوله | شیخ محمد بن زاید آل نهیان همېشه د زغم او انساني ورورولۍ د ارزښتونو د ودې لپاره د ګډ کار کولو په اهمیت ټینګارکړی

نور یی ولوله | ستانکزی: زده کړې او د ماشومانو روغتیا د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي

 

سرپرستې کابینې د درې میلیونه پاسپورټونو د چاپولو نوی پلان تصویب کړ

بل لورته سرپرستې کابینې د درې میلیونه پاسپورټونو د چاپ تازه طرحه تصویب کړې ده، دغه پاسپورټونه به د یو لیتوانیايي شرکت له خوا چاپ شي او د چاپ پیسې به یې له کورنۍ بودجې ورکړل شي.

د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل څرګندوي:«د کابینې له خوا تایید شوې، یوازې د تړون لاسلیک پاتې دی چې تړون لاسلیک کړي، پیسې ورته استوی»

ورته مهال یو شمیر هیوادوال د پاسپورټ د ویش د چکتیا غوښتنه کوي. د پاسپورټ ریاست په وینا، دغه اداره د پاسپورټ غوښتونکو له حده زیاتې ګڼې ګوڼې ته په پام، ناروغانو، محصلینو او سوداګرو ته لومړیتوب ورکوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button