نړیوال خبرونه

د پاسپورټ ریاست : ډېر ژر به کابل کې د پاسپورټ د وېش مرکزونه پرانستل شي

په کابل کې د پاسپورت د ویش مرکزونه

د پاسپورټ عمومي رياست وايي، چې تر راتلونکې يوه مياشتې به کابل کې د پاسپورت د وېش څلور نور مرکزونه پرانيزي. د دغه ریاست ملکي مرستيال، شيرشاه قريشي وايي، چې د دې مرکزونو له پرانیستلو وروسته به هره ورځ په منځني ډول لس زره پاسپورته ووېشل شي

د پاسپورت د ویش کچه هره ورځ 10,000 کاپي ته

د پاسپورت عمومي رياست ملکي مرستيال شېرشاه قريشي وویل:«ښايي تر راتلوونکې یوې میاشتې د کابل ښار په کچه د پاسپورټ د وېش څلور مرکزونه فعال کړو او په ټول کې په ورځ کې د پاسپورټ د وېش کچه په ورځ کې ۱۰ زره جلدو ته لوړوو. د پاسپورت عمومي رياست مرستيال، د دغه ریاست د کلنیو لاسته راوړنو د راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل، چې په راتلوونکې يوه مياشت کې به د پاسپورتونو د وېش د عادي کولو لپاره په کابل ښار کې يو شمېر نور مرکزونه هم پرانيزي

شېرشاه قريشي زياتوي، چې په لېتوانيا هېواد کې يې درې مېلیونه پاسپورټونه په اوسني شکل چاپ کړي او د دوه مېليونه نورو فرمايش يې هم ورکړی دی. هغه زياتوي، چې په تېرو ۱۱میاشتو کې له ۷۰۰ سوو زرو زيات پاسپورتونه وېشلي او شاخوا ۷۰۰ زره هغه کسان، چې په انلاين توګه يې نومليکنه کړې، د پاسپورټ د اخيستلو په تمه دي

ور یی ولوله | نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرولو د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار وکړ

ور یی ولوله | د برېښنا شرکت : د کابل صنعتي سستم چلولو لپاره برق ۱۲ ساعته شو

ښاغلي قريشي زیاته کړه:«د تلې په ۱۲مه چې د پاسپورټ ریاست خپل فعالیت پيل کړ د ۱۴۰۱ کال د زمري تر ۳۰مه ۷۱۴ زره او ۳۳۷ جلده پاسپورټونه په ټول افغانستان کې متقاضیانو ته وېشل شوي دي. دغه رياست وايي، چې د فساد مخه يې نېولې او په تېرو څو مياشتو کې يې له ۳۵۰ زيات کمېشنکاران او د دې رياست کارکوونکي، چې په فساد کې ښکېل وو، نيولي دي

د پاسپورت عمومي رياست وياند نورالله پتمن وویل:«په داسې سیسټم کار روان دی چې په ولایتونو کې د پاسپورټ سیسټم اسانه کړي چې خلک هلته د انلاین سیسټم له لارې نوملیکنه وکړي او د هغه په مطابق په ټاکل شوې ورځ اړوندو امریتونو ته ولاړ شي او طی مراحل کړي. دغه رياست وايي، اوس مهال په برسونو تلونکو محصلينو، ناروغانو، ورزشکارانو او تجارانو ته د ځانګړې کمېټې له تاييد وروسته پاسپورت ورکول کېږي؛ خو له دې پرته نور کسان بايد په انلاين ډول له نومليکنې وروسته خپل نوبت ته انتظار وباسي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button