د پاکستاني ریاست پر پوځي کاروان برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي
اړوند خبر:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سبا شنبه افغانستان ته سفر کوي
تحریک طالبان پاکستان ویلي چې د پاکستان د پوځ پر یوه کاروان برید کې یې ۱۱ پوځیان وژلي دي
اسلامپاله وسلهوالو نن (چهارشنبې- د اکتوبر ۸مه) ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستاني پوځ پر یوه کاروان په حمله کې نهه سرتېري او دوه افسران وژلي دي.
د دې برید مسوولیت ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک تحریک په غاړه اخیستی دی.
د رويټرز د راپور له مخې، د کورمې په شمال لوېدیځو ولسوالیو کې لومړی د سړک د غاړې د ماینونو چاودنه وشوه او وروسته ګڼ شمېر وسلهوالو پر پوځیانو ډزې وکړې چې له کبله سې د دوو صاحب منصبانو په ګډون ۱۱ پوځیان ووژل شول.
د پاکستان پنځو امنیتي چارواکو دا پېښه تأیید کړې ده.
د پاکستان دفاع وزیر: د افغانستان په چارو کې د اسلام اباد لاسوهنه تېروتنه وه
د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد سرتېري د عملیاتو پر مهال وژل شوي چې په ترڅ کې یې د اورکزو په ګاونډۍ ولسوالۍ کې ۱۹ اسلامپاله یاغیان هم وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په یوه خبرپاڼه کې چې رويټرز ته استول شوې، ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د پوځ کاروان په نښه کړی دی.
په وروستیو میاشتو کې ټي ټي پي، چې غواړي د هېواد حکومت نسکور کړي او د افغانستان په شان د اوسني پاکستان په پښتني سیمو کې هم اسلامي نظام راولي، د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
اسلاماباد وایي چې دغه وسلهوال د ګاونډي افغانستان له خاورې د روزنې او د بریدونو د پلانولو لپاره کار اخلي، او ادعا کوي چې د دوی «ابدي سیال» هند د دغو ډلو ملاتړ او تمویل کوي — هغه ادعا چې کابل او نوي ډیلي دواړو رد کړې ده.