د پاکستان او برتانیې لوی درستیزانو سره د ولسمشر غني کتنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د برتانیې لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر سره وکتل.دواړه خواو پر افغان سوله او دوه اړخیزه همکاریو په هکله خبرې وکړې.
په دغو کتنو کې، د سولې پروسې، د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه اړیکو، په سولې پروسه کې د پاکستان د رول او په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمولو په اړه بحث او خبرې وشوې.جمهوررئیس غني په ټینګار وویل، د سولې په ټینګښت کې د سیمه ییزو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هیواد اغېز ډېر مهم دی

دواړه ګاونډي هیوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري.جمهوررئیس زیاته کړه، د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل لارې افغانانو ته د منلو نه دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس د دواړو هیوادونو ثبات د یوه بل مرتبط وباله او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د تامین په برخه کې یې د پاکستان د موثر رول غوښتنه وکړه ښاغلی غني دواړو مشرانو نه وغوښتل چې د سولې خبرو تیزولو کې همکاري وکړي.
باید یاده کړو چې اوسمهال افغان سولې کې د پاکستان رول ډېر مهم دی او ټول افغانان او سیاسي شنونکي پر دې باور دي چې پاکستان که په سم ډول همکاري وکړي نو افغانستان کې دایمي سولې ته لتر هوارېدیشي. او هېواد کې سولهتامیندی هم شي.