سیمه ییز خبرونه

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر: موږ له ایران سره همکارۍ ته چمتو یو

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر جیلاني له خپل ایراني سیال د دواړو هېوادونو د وروستي کړکیچ په اړه خبرې کړې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني له خپل ایران سیال او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسن امیر عبداللهیان سره د ایران او پاکستان د وروستي تاوتریخوالي په اړه تیلیفوني خبرې کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي چې پاکستان له ایران سره نږدې همکارۍ ته چمتو دی. دوی زیاتوي چې ایران او پاکستان باید د دیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې یادې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.

د ایران او پاکستان د وروستي تاوتریخوالي لامل

د ایران او پاکستان تر منځ هله اړیکې ترینګلي شوې چې ایران په پاکستان کې د «جیش العدل» په نوم ډله په نښه کړه. ایران پر دغه ډله توغندیز او ډرون بریدونه وکړل چې اسلام اباد دغه بریدونه پر خپل حریم تېری یاد کړ او په مقابل کې یې دوه ورځې وروسته د ایران پر خاوره برید وکړ.

نور ولولئ:

نور ولولئ: امیر عبدالمهیان: موږ په پاکستان کې ترهګر وژلي، نه پاکستانیان

نور ولولئ: پاکستان په خپله خاوره د ایران توغندیز او ډرون بریدونه وغندل

د پاکستان له برید وروسته چین پر دواړو هېوادونو غږ وکړ چې باید له زغم کار واخلي او تاوتریخوالی ډېر نه کړي. چین، طالبانو او ځینو نورو هېوادونو له دغه هېوادونو وغوښتل چې د دیپلوماتیکو لارو دغه ستونزې ته د حل لار ولټوي.

د ایران په کرمان شهر کې وروستۍ چاودنې

ایران هغه مهال له ترهګرو ډلو د غچ اخیستو ګواښ وکړ چې کله څو ورځې وړاندې د ایران په کرمان شهر کې د قاسم سلیماني په تلین غونډه کې بمي چاودنې وشوې. دغه چاودنو له سلو ډېر کسان ووژل او په سلګونو نور یې ټپیان کړل. ایران ددغه بریدونو په غبرګون کې په پاکستان، عراق او سوریه کې د داعش او خپلو مخالفو ډلو مرکزونه په نښه کړل.

afghan۱
انځور؛ په پاکستان کې پر جیش العدل د ایران توغندیز برید.

ددغه بریدونو په ځواب کې اسلام اباد عکس العمل وښود.

ایران بیا وویل چې دوی پاکستانیان نه بلکې ترهګر په نښه کړي دي. د ایران او پاکستان اړیکې کړکیچن حالت ته لاړې. ایران د پاکستان شارزدافر احضار کړ، خو پرون ناوخته د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د اسلام اباد په دې تړاو له یوه او بل سره خبرې وکړې.

پاکستان ایران ته ژمنه ورکړه چې له دغه هېواد سره به له نږدې همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د ترهګرو ډلو پر روزنه او په خپله خاروه کې په ځای ورکولو تورن دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button