سیاستسیمه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سبا شنبه افغانستان ته سفر کوي

اړوند خبرونه: 

د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

خواجه اصف: د ټي ټي پي پرضد “عزم استحکام” عملیات د افغانستان خاورې ته غځوو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته ورسېده

د پاکستان حکومت خبر ورکړی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان د سرپرست حکومت سره د اړیکو د ښه کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسائلو د حل په موخه د شنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

د افغان‌ناو د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر طلال چودري نن په اسلام‌آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سناتور محمد اسحاق ډار، د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.

هغه څرګنده کړه چې د افغان اتباعو د بېرته ستنولو د بهیر د ځنډولو لپاره هېڅ پرېکړه په اجنډا کې نشته او د پاکستان څخه د ټولو غیرقانوني بهرنیو اتباعو د ایستلو بهیر به دوام ولري.

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر زیاته کړه: اسلام‌آباد په صادقانه توګه د افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو او د ټولو مسائلو او اندېښنو د حل په لټه کې دی.

هغه وویل: د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر نن پورې له ۸۶ زرو څخه زیات افغانان پاکستان پرېښی دی او د پاکستان چارواکي ژمن دي چې افغان اتباع په درناوي او اسانه توګه بېرته ستانه کړي.

چودري زیاته کړه: د افغان اتباعو د بېرته ستنولو د پلان له پیل راهیسې، له ۹۰۷ زرو څخه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم څو شېبې وړاندې په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر به سبا (شنبه) کابل ته سفر وکړي او د سرپرست حکومت له صدراعظم، د صدراعظم له مرستیال او د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره به وګوري.

په دې اعلامیه کې راغلي: دا سفر د افغانستان د ورور هېواد سره د دوامداره تعامل د زیاتولو لپاره د پاکستان د ژمنتیا څرګندونه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button