تجارت خبرونه

د پاکستان د سوداګرۍ خونه؛ د کابل او اسلام اباد کړکېچ سوداګر زیانمن کړي

ددغه خونې مشر جونید مکدا ویلي چې د دواړو هېوادونو کړکېچ یې سوداګري زیانمه کړې ده

د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر جنید مکدا له قوله لیکلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې تل د سیاسي کړکېچونو له امله زیانمنې شوې چې زیان یې د دواړو خواوو سوداګرو او عام ولس ته رسېدلی دی.

ښاغلي جنید مکدا نیوز ورځپاڼې ته دا خبره هم کړې، چې د دواړو هېوادونو د اړونده چارواکو سره یې ګڼې ناستې کړي؛ خو د نویو مقراراتو له امله د راټوکېدلي کړکېچ په هواري کې د دوی خبرې بې پایلې پاتې شوې دي.

د لوړو تعرفو زیانونه

نوموړي ویلي، چې پر سوداګریزو توکو د تعرفو د زياتوالي له امله پر پولو درول شوي ګڼ مالونه خوسا شوي او له اړوندو چارواکو یې غوښتيو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو د راکړې ورکړې پر وړاندې د شته خنډونو او ستونزو د لرې کولو لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

نور ولولئ: د سیمه ییزې سوداګرۍ نوې هوکړه او پاکستان

نور ولولئ: ولې پاکستان کې هند ته د افغان سوداګرو صادرېدونکې توکي تر برید لاندې راځي؟

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ ډېرېدل او د سوداګرو اندېښنې

ښاغلي مکدا ویلي، دغه راټوکېدلی کړکېچ تر ډېره په سوداګریزه برخه کې د نویو تګلارو پر سر راپورته شوی چې له مخې یې د پروسس لس سلنه فیس ټاکل، د ځینو ځانګړو سوداګریزو توکو پر سر بندیز او د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګریزه برخه کې د بانکي ضمانت خط پر ځای د دوراني ضمانت خط ټاکل شوی چې تر ډېره سوداګرو ته د منلو نه دی.

jonit
انځور؛ د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونو مشر جنید مکدا

د افغان سوداګرو ستونزې

له هغه مهاله چې د افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ سیاسي ناندریو زور اخیستی، له امله یې پاکستان د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستلو تر څنګ په کراچۍ بندر کې یې په سوداګریزو توکو بار څه د پاسه ۳۰۰۰ کانټینرونه اېسار کړل، چې افغان سوداګرو ته له دې درکه مېلیونونه ډالر زیان هم واوښت.

تر هغې وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ګواکې له دغو کانټینرو له ډلې ډېر یې افغانستان ته ستانه شول؛ خو لا هم ۳۰۰ کانټینرونه په کراچۍ بندر کې بې برخلیکه پاتې دي.

پاکستاني چارواکی ادعا کوي، چې دغه سوداګریز مالونه د ګمرکي معافیت څخه په استفادې افغانستان ته وړل کېږي او بیا بېرته له هغه ځایه پاکستان ته په قاچاقی لارو راوړل کېږي، هغه ادعا چې طالبان او افغان سوداګر یې نه مني.

د یادونې وړ ده چې پاکستان په افغانستان کې د مېوو په موسم کې د سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي چې دغه زیان بیا افغاني سوداګر او بازګران ګالي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button