نړیوال خبرونه

د پاکستان سفارت د وېزو د ویش په برخه کې د امرالله صالح طرحه نه مني

 د پاکستان سفارت د وېزو د ویش په برخه کې د امرالله صالح طرحه نه کابل کې د پاکستان سفارت د اشرف غني د لومړي مرستیال «امرالله صالح» هغه طرحه نه مني ، چې پاسپورټونه به د کابل په مشخصو ځایونو کې راټولېږي او تر هغه وروسته به سفارت ته د وېزې لپاره سپارل کیږي.

ښاغلی صالح چې د اشرف غني د معاونیت تر څنګ یې د کابل د امنیت مسئولیت هم په غاړه اخیستی؛ وړمه ورځ پرېکړه کړې وه، چې له دې وروسته به د کابل ښار په شپاړلسو مختلفو محلونو کې پاسپورټونه ټولېږي او تر هغه وروسته به د ویزو د اجراء لپاره د پاکستان سفارت ته لېږل کېږي.د صالح د طرحې په بنسټ، ددې کار مسئولیت د کورنیو چارو وزارت پخواني ارشد سلاکار «خوشال سادات» ته سپارل شوی وو.

د پاکستان سفارت دغه طرحه رد کړې، «پروپاګند» يې بللی او ټینګار یې کړی، چې یوازې له خپل لوري ټاکل شوي محل څخه ورته رسېدلو پاسپورټونو ته ویزې اجراء کوي.د سفارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په بنسټ، پاکستان په دې وروستیو کې د ویزو د اجراء په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې چې افغانان ترې برخمن کېدای شي.

سفارت ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د سفارت تر محل د باندې د ګڼې ګوڼې کمولو او نظم په برخه کې د حکومت له ادارو سره ګډ کار کوي.یاده دې وي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت یو له تر ټولو مزدحمو سفارتونو څخه دی، چې هره میاشت لسګونه زره مراجعین لري.

  1. د پاکستان سفارت د وېزو د ویش په برخه کې د امرالله صالح طرحه نه مني

پاکستان سفارت ته ورتلونکي کسان زیاتره وخت شکایت لري، چې د ویزو د توزیع په برخه کې نظم نشته او کمېشنکاران د ویزو د اجراء په بدل کې رشوت اخلي.او آول هغه خلک مخکې کیږي کوم چې پیسې ورکوي او غریب او بېچاره خلک شاته پاتې کیږي په دې کې بیا ځینې خلک د ویزو پرته بیرته سفارت نه رازي او ځینې بیا ورته شپې سبا کوي خو بیا هم ویزې نشي اخیستی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button