د پاکستان فضا د هندي الوتکو پر مخ د دسمبر تر ۲۴مې تړلې پاتې کېږي

د پاکستان فضا د هندي ملکي او پوځي الوتکو پر مخ د دسمبر تر ۲۴مې تړلې پاتې کېږي. دا بندیز د هوايي تګ راتګ او د افغانستان د احتمالي عوایدو لپاره هم اهمیت لري.
د پاکستان فضا د هندي الوتکو پر مخ د یوې بلې میاشتې لپاره تړلې پاتې کېږي. پاکستان اعلان کړی چې د هند هوايي شرکتونه او په دغه هېواد کې ثبت شوې الوتکې به د ۲۰۲۶ کال د دسمبر تر ۲۴مې پورې د پاکستان له هوايي حریم څخه د تېرېدو اجازه ونه لري.
د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرتیا کې ویلي چې د بندیز موده غځول شوې او د هند ملکي او پوځي الوتنې به تر ټاکلې نېټې له دغه هوايي حریم څخه ګټه نه شي اخیستلای.
د خبرتیا له مخې، دا محدودیت د هغو الوتکو لپاره هم دی چې د هند ملکیت وي یا د دغه هېواد له خوا په کرایه نیول شوې وي.
بندیز به د دسمبر په ۲۴مه د سهار تر ۴ بجو او ۵۹ دقیقو پورې نافذ وي.
د پاکستان فضا تړل کېدل پر افغانستان څه اغېز لري؟
د پاکستان د هوايي حریم تړل کېدل یوازې د هند او پاکستان ترمنځ د الوتنو موضوع نه ده، بلکې د سیمې پر هوايي لارو هم اغېز لرلای شي.
تر دې وړاندې ځینې هندي الوتکې اروپا، منځنۍ اسیا، روسیې او امریکا ته د سفر پر مهال د پاکستان او افغانستان له هوايي حریمونو څخه تېرېدې.
د دغو الوتنو په بدل کې دواړو هېوادونو ته د هوايي تېرېدو فیس ورکول کېده.
له همدې امله، د پاکستان فضا د هندي الوتکو پر مخ تړل کېدل د الوتنو د مسیرونو د بدلون لامل کېدای شي او د افغانستان د هوايي تېرېدو پر عوایدو هم اغېز لرلای شي.
خو تر اوسه په ورکړل شویو معلوماتو کې داسې کره شمېرې نه دي وړاندې شوې چې وښيي افغانستان د دې بندیز له امله څومره عواید له لاسه ورکړي دي.
د پاکستان فضا ولې د هندي الوتکو پر مخ وتړل شوه؟
پاکستان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۴مه د هندي الوتکو پر مخ د خپل هوايي حریم د تړلو پرېکړه اعلان کړه.
دا اقدام د اپرېل په ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمیر د پهلګام په سیمه کې له هغه برید وروسته وشو چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول.
هند په دغه برید کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ، خو اسلاماباد دا تورونه رد کړل.
وروسته هند هم د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۳۰مه د پاکستاني الوتکو او هوايي شرکتونو پر مخ خپل هوايي حریم وتاړه.
د دواړو هېوادونو اړیکې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې هغه مهال لا پسې ترینګلې شوې چې هند د «سیندور» په نوم د پاکستان پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.
له څو ورځو پوځي نښتو وروسته، د مې په ۱۰مه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند اعلان شو.
امریکا د اوربند په رامنځته کېدو کې د منځګړیتوب ادعا کړې، خو هند د درېیمګړي د رول په اړه بېل دریځ څرګند کړی دی.
سره له دې چې پوځي نښتې پای ته ورسېدې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي حریم محدودیتونه دوام لري.
د تازه پرېکړې له مخې، د پاکستان فضا به لږ تر لږه د دسمبر تر ۲۴مې پورې د هندي الوتکو پر مخ تړلې وي.
د بندیز د مودې غځېدل ښيي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د هوايي تګ راتګ عادي کېدل لا هم له ستونزو سره مخ دي.



