نړیوال خبرونه

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان راتلونکې اونی کابل ته سفر کوي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان راتلونکې هفته کابل ته سفر کوي یو شمیر باوري سرچینې وایي، د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» راتلونکۍ اوونۍ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشری کابل ته سفر کوي او د افغان سولې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه د کابل له چارواکو سره خبرې اترې کوي

د عمران خان کابل د سفر خبر اسلام اباد کې مېشت خبریال «طاهر خان» د خپلو سرچینو له قوله ورکړی ، چې خان به د غني په رسمي بلنه د روانې میلادي میاشتې پر ۱۹ مه نېټه کابل ته ځي او هلته به د «سولې په پروسه کې د پاکستان د رول په اړه» له غني او نورو چارواکو سره غږیږي. د دغه هیواد رسنی وايي چې له عمران خان سره به د کابل په سفر کې یو لوړ پوړی پلاوی هم ملتیا کوي او د افغان سولې پروسې وړاندې تګ به د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

https://twitter.com/taahir_khan/status/1327280233465122826?s=19

کله چې د مصالحې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» اسلام اباد ته د سفر هوډ څرګند کړ؛ اشرف غني یې په غبرګون کې عمران خان ته د کابل د لیدلو بلنه ورکړه چې د پاکستان د لومړي وزیر له لوري ومنل شوه او په یوه «مناسب فرصت» کې يې د کابل د لیدو ژمنه وکړه.هماغه مهال یو شمېر سرچینو وویل، غني سیمې ته د عبدالله له سفرونو ناخوښ دی او له دې ویرې چې عبدالله د سولې پروسې واک په لاس کې وانخلي؛ عمران خان ته یې د کابل د سفر دعوت ورکړ

د ښاغلي عمران خان سفر داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ هم خبرې روانې دي.دوحه کې که څه هم د مذاکراتو له پیلېدو نږدې دوې میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم پکې پرمختګ نه دی شوی او د مذاکراتو دواړه اړخونه یو بل تورنوي، چې «نه انعطاف او سولې ته نه میلان» يې مذاکرات خراب کړي

سوشل ميډیا کې هم سولې مزاکراتو کې ځنډ او نه پیلیدل ېې خلک خواشیني کړي دي او وايي چې ژر تر ژره باید مزاکرات پیل شي تر څو افغان وژنه نوره بنده شي او روان جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي ځکه د پيړیو راهیسې روان جنګ عام ولس تنګ کړی او نور جنګ نشي برداشت کولی دویی چې د باید ژر تر ژره د اور بند اعلان وشي او افغانان په ارامه فضا ء کې ژوند وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button