نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د پاکستان پارلمان رييس د کرونا ټېسټ مثبت دۍ.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ رييس اسد قېصر په کورونا ويروس اخته شوى دى، هغه څو وړاندې مخکې د وزير اغظم عمران خان سره هم لملاقات سوۍ وو. د پاکستان د پارلمان رييس اسد قېصر په خپل ټويټر باندې په يوه ټويټ کې دا خبر له خلکو سره خپور کړى دى. هغه په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې زما د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى..

نوموړي همدا راز وايي، چې ما په خپل کور کې ځان کرنټين کړى دى او له ټول ولس نه يې غوښتنه کړې ده چې په دې برخه کې دې له ډېر احتياط څخه کار واخلي.

میرا کورونا وائرس کا ٹیسٹ مثبت آیا ہے۔ میں نے خود کو اپنے گھر میں قرنطینہ کر لیا ہے۔ میری پوری قوم سے درخواست ہے کہ احتیاط کریں۔
دعا کی درخواست ہے۔


پاکستاني رسنۍ همدا راز وايي، چې د پارلمان رييس اسد قېصر څو ورځې مخکې (د اپريل په ٢٤مه نېټه) د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سره هم ليدلي و د يادولو ده چې له عمران خان سره په پاکستان کې د ايدهي خېريه بنسټ مشر هم ليدلي و، چې له دغه ليدنې وروسته د ايدهي خېريه بنسټ مشر د کورونا ټېسټ هم مثبت راغلى و..

له هغه وروسته د پاکستان لومړي وزير عمران خان د کورونا ويروس ټېسټ وکړ، خو د هغه ټېسټ منفي راغلى واوس يو ځل بيا د پاکستان لومړى وزير عمران خان او همدا راز د پاکستان د پارلمان غړي په تشويش کې اخته شوي دي او ويل کېږي چې ښايي د پارلمان ټول غړي د کورونا ټېسټونه وکړي او د څه وخت لپاره هم ځانونه کرنټين کړي..

په پاکستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې له ١٦ زره څخه پورته شوې دي او لا هم په دغه هېواد کې د کورونا ناروغان په چټکۍ سره ډېرېږي تر ټولو ډېرې پېښې د پاکستان په پنجاب او سند ايالتونو کې ثبت شوې دي، چې په دواړو ايالتونو کې له ٦-٦ زرو څخه زياتې پېښې ثبت شوې دي..

د پاکستان حکومت که څه هم پلان لري چې په ګرځبندېز کې يو څه نرمښت راولي، خو پاکستاني ډاکټران بيا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ګرځبندېز دې نور هم سخت کړي، ځکه که ناروغان ډېر شو، نو بيا به په روغتونونو کې ورته ځاى هم نه وي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button