سیمه ییز خبرونه

د پاکستان پوځ د ټي ټي پي په لیکو کې د ۳ افغان طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

اړوند خبرونه: 

د طالبانو رژیم: داعش خراسان اوس د پاکستان له بلوچستان او خیبرپښتونخوا فعالیت کوي

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا؛ پاکستان د ملایانو بله ډله کابل ته استولي

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان په لیکو کې ۳ افغانان چې په ترهګريزو بریدونو کې ښکېل وو، وژل شوي دي.

ډان ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ ( سلواغه، ۲۳) مه د پاکستاني پوځ له قوله په خپل راپور کې وايي، چې دغه افغان وسله وال د پاکستاني پوځ په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د راپور پر بنسټ، دغه افغان جنګیالي د تحریک طالبان پاکستان په لیکو کې د پاکستان امنیتي دستګاه پرضد جنګېدل.

ډان ورځپاڼې د وژل شوو افغان طالبانو نومونه «ضرار افغان»، «نقیب الله افغان» او «سرکش افغان» ذکر کړي دي.

له دې وړاندې هم اسلام اباد له طالبانو غوښتي وو چې په افغانستان کې د پاکستان پرضد د ترهګرو ډلو او ټي ټي پي پرضد اقدام وکړي، خو طالبانو بیا په افغان خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان موجودیت رد کړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button