سیمه

د پاکستان پوځ: هند په راولپنډۍ کې ۳ هوايي ډګرونه په نښه کړي

اړوند خبرونه:

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده

اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”

د پاکستان د پوځ ویندوی وايي چې هندي الوتکو تېره شپه د پاکستان د راولپنډۍ د نورخان، شورکټ او مرید پر درو هوايي اډو بریدونه کړي دي.

بریدجنرال احمد شریف ادعا وکړه چې په دې بریدونو کې د پاکستان هوايي ځواک ته تاوان نه دی اوښتی.

ده همداراز ادعا وکړه چې هند د افغانستان خاورې ته هم توغندي ویشتي دي.

خو د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

مخکې تر دې چې برید جنرال شریف په یوه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړي، په راولپنډۍ او اسلام اباد کې دوې زورورې چاودنې واورېدل شوې.

د هند او پاکستان ترمنځ شخړه وروسته له هغه مخ په پراخېدو ده چې په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید وشو او ۲۶ تنه ووژل شول او بیا هند د دغه برید په غچ کې په پاکستان کې ۹ ځایونه په توغندو وویشتل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button