افغانستان

د پوهنتونونو له نصابه د مضامینو حذف: د افغانستان اکاډمیک انزوا

د امریکا او تاجکستان نوي پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

رینا امیري: طالبانو ته زموږ صبر نور پای ته رسېږي

طالبانو په یوه بې ساري اقدام کې د افغانستان له پوهنتونونو څخه ۱۸ کلیدي مضمونونه حذف کړل. دغه راز، د ۶۶ نورو مهمو مضمینو تدریس یې تر “اصلاحاتو” پورې وځنډاوه. دا پرېکړه د افغانستان د لوړو زده کړو پر راتلونکي یو پرېکنده ګوزار دی.

د عصري پوهې سیستماتیک حذف

حذف شوي مضمونونه لکه د افغانستان اساسي قانون، د ښځو ټولنپوهنه، ښه حکومتولي، بشري حقونه او ډیموکراسي، د عصري دولت جوړونې او ټولنیز فکر بنسټونه دي. طالبان دغه مضامین له خپلې ایډیالوژۍ سره په ټکر کې بولي او په حذفولو سره یې غواړي د زده کړو محتوا په بشپړه توګه بدله کړي.

۱. اکاډمیکه انزوا:

دا اقدام افغانستان له نړۍ څخه په علمي ډګر کې په بشپړه توګه ګوښه کوي. د نړیوالو اړیکو، نړیوال قانون او امنیت په څېر مضمینو محدودول، داسې نسل روزي چې د نړۍ له اوسني نظام او ډیپلوماسۍ څخه به ناخبره وي.

۲. د اداري او سیاسي متخصصینو تشه:

د ښې حکومتولۍ او مدني ټولنې په څېر مضمینو په لرې کولو سره، طالبان عملاً د راتلونکي نسل څخه د یوه کارنده او ځواب ویونکي دولت د جوړولو وړتیا اخلي. دا کار به د اداري او سیاسي متخصصینو یو لوی تشی رامنځته کړي.

۳. د انتقادي فکر ځپل:

د فلسفې، تاریخ او ادیانو په څېر مضامین د انتقادي فکر او تحلیل وړتیا پیاوړې کوي. د دې مضمینو حذفول د یوې تنگې او تړلې ایډیالوژۍ د تپلو هڅه ده. موخه یې د داسې ټولنې جوړول دي چې پوښتنه او تحلیل په کې ځای ونه لري.

دا هم ولولئ:  افغانستان کې لا هم سلګونه نړیوالې موسسې فعالې دي

۴. د جنسیتي توپیر پیاوړتیا:

تر ټولو خطرناک زیان یې د ښځو په اړه د مضمینو حذفول دي. دا پرېکړه یوازې د نصاب بدلون نه دی، بلکې په اکاډمیک ډګر کې د جنسیتي توپیر (اپارتایډ) د پلي کولو یوه برخه ده. دا کار له ټولنې څخه د ښځو د سیستماتیک حذفولو لړۍ بشپړوي.

۵. د ډیپلوم بې ارزښته کېدل:

له داسې یو محدود نصاب سره، د افغانستان د پوهنتونونو ډیپلوم به خپله نړیواله علمي او مسلکي درجه له لاسه ورکړي. فارغ شوي محصلین به په نړیواله کچه د سیالۍ وړتیا ونه لري، چې دا به هېواد له اوږد مهاله اقتصادي او فکري رکود سره مخ کړي.

د مضمینو حذف یوه ساده اداري پرېکړه نه ده. دا د افغانستان د فکري او ټولنیز جوړښت د ویجاړولو یوه منظمه طرحه ده. که دا لړۍ دوام ومومي، نو افغانستان به د یوه منزوي، غیر متخصص او له پرمختګ څخه پاتې هېواد په توګه پاتې شي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button