د پوهنې وزیر: د نجونو ښوونځي د کلتوري لاملونو له امله تړلي پاتې دي

ځړول شوی:اگست 18, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

د پوهنې وزارت مشر

د د پوهنې وزارت سرپرست د نجونو د ښوونځیو د تړل پاتې کېدو لامل کلتوري ستونزې ګڼي او وايي ډېر ژر به د نجونو زده کوونکو پر مخ د متوسطو او لېسو دروازې پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر وايي چې د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل شرعي انګېزه نه لري. نورالله منیر زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي امارت د نجونو د ښوونځیو په هکله کومه شرعي نقطه نه لرو، خو د افغانانو کلتور داسې دی چې موږ دې ته اړ کړي یوو چې موږ باید بشپړ چمتووالی ولرو چې موږ ښځينه او د نجونو ښوونځي داسې پيل کړو چې د خلکو نیوکه پرې نه وي چې موږ هغه ته اکثریت خاموش ویلای شو

له تېر یوه کال راهیسې  د نجونو د متوسطو او لېسو د نه پرانیستو له امله نجونې زده کوونکې سختې اندېښمنې دي او د نجونو د پاتې ښوونځي د پرانیستې غوښتنه لري. فرخنده چې، د دولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، هېڅ یې داسې نه پتېیله چې ګوندې ښوونځی به یې پر مخ وتړل شي؛ خو اوس د دغه وضعیت له امله سخته رنځېږي.

ور یی ولوله | د نړیوال امنیت په اړه غونډه : د افغانستان امنیت مهم وبلل شو

ور یی ولوله | کندهار کې د علماو او سپین ګیرو غونډه ترسره شوه

د افغان نجونو لپاره د ښوونځي دروازې

زده کوونکې فرخنده وايي:«کله چې ښوونځي ته ولاړم د ښوونځي په کوڅه کې ټولګي والې مې ولیدې، وې ویل چې فرخندې جانې ښوونځی تړل شوی دی، همالته مې فکر وکړ چې نن پر ما قیامت کېږي، ما وژړل همالته مې خپله هیله له لاسه ورکړه. زده کوونکې تمنا هم وویل:«یو کال دی چې ښوونځي ته نه یوو تللي او له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې د ښوونځي دروازې د افغان نجونو پر مخ پرانیزي

له بل لوري د ترکیې بشرپاله خیریه بنسټ له پوهنې وزارت سره د دوو میلیونه ډالرو په لګښت د ښوونې او روزنې د یوې مجتمع د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه. د ای اېچ اېچ خیریه بنسټ مرستیال وايي: موږ په بازار کې بیې وڅېړلې او دې پایلې ته ورسېدو چې، د دغه ښوونځي جوړېدل ۱ اعشاریه ۷ مېلیونه ډالره لګښت لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *