نړیوال خبرونه

د پوهنې وزیر: ځینو سیمو د نجونو ښوونځي د کلتوري محدودیتونو له امله تړلي دي

په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي تړلي دي

د پوهنې وزارت سرپرست وایي، چې په هېواد کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د کلتوري محدودیتونو له امله تړلي پاتې دي او هلته به پرانیستل شي چې په دې برخه کې اسلامي امارت له خلکو سره یوې هوکړې ته ورسېږي

اسلامي امارت هڅه کوي چې دا ستونزه هواره کړي او ښوونځي پرانیزي

 نورالله منیر دغه څرګندونې خوست ولایت ته په سفر کې خبري غونډه کې کړې دي. ښاغلی منیر زیاته کړې، اسلامي امارت هڅه کوي چې، یاده ستونزه هواره او په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي

د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر وویل:خلک د نجونو له زده کړو سره نه بلکې له کوره د نجونو له وتلو سره حساسیت لري او په دې برخه کې د افغانانو کلتور حساس دی او تاسو ته ښه معلومه ده چې اسلامي امارت هڅه کوي چې له خپلو خلکو سره یوې هوکړې ته ورسې او دغه بهیر له خیره پيل شي

نور یی ولوله | د هېواد په بېلابېلو سیمو کې انټرنیټ خدمتونه فعالیت نه لري

نور یی ولوله | افغانستان کې د نوي حکومت راتګ او ورسره اقتصادي ستونزې

د پوهنې سرپرست وزیر هغه څرګندونې هم ردوي چې ګواکې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په نصاب کې د بدلون له امله نه پرانیستل کېږي، د ده په خبره نصاب ستونزې لري خو د اوس لپاره یې د بدلون هېڅ کوم پلان نه لري.

ښاغلی منیر وايي:«موږ هېڅکله نه دي ویلي چې پر نصاب همدا اوس کار پیل وو، نصاب د هر ملت او خلکو او د هر حکومت حق دی چې په هغه کې بدلون راولي

خو د پوهنې وزارت مرستیال پرون یکشنبې کابل کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال ویلي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په نصاب کې د ستونزو له امله تړلي پاتې دي. د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې مرستیال سید احمد شهیدخېل څرګندوي:«هغه نصاب چې تراوسه و، پر دغه نصاب تراوسه درې وارې کار شوی دی، بیا هم دغه موضوع بشپړه شوې نه ده، ان شاالله پر دغې موضوع د خپلو خلکو په تړاو که هغه نر دی او که ښځه مسوولیت لرو. د پوهنې وزارت سرپرست مني چې هېواد کې د شل زرو ښوونځیو له ډلې پنځه زره یې ودانۍ نه لري او څلور زره نور یې بیارغونې ته اړتیا لري

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button