ژوند او ټولنهستاسې اند او نظر

د چمن پرلت وهونکي وايي چې د پاکستان حکومت ورسره په کړو ژمنو نه درېږي

د چمن پرلت وهونکي وايي چې د پاکستان له لوري ورسره په کړو ژمنو عمل نه کېږي او دوکه ورسره کوي

د چمن پرلت وهونکي وایي، له تېرو ۴۸ ورځو پرلت راهیسې یې په چمن، کوټه او اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره شپږ ځلې خبرې اترې کړې، خو د پاسپورټ د نه جبرې کیدو په اړه هغه ژمنې چې د پاکستاني چارواکو له لوري ورسره شوې نه عملي کیږي.

نور ولولئ: د چمن پرلت ۳۵ دېرشمه ورځ؛ اسلام اباد یې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

د چمن پرلت سرلاری او د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۶مه) پرلت ته د وینا پر مهال وویل: «د پاکستان حکومت موږ تېرباسي، هغه ژمنې چې دوی د مذاکراتو پر مهال کوي هغه نه عملي کوي. موږ شپږ ځلې مذاکراتو ته ورسره کیناستلو خو تر اوسه پورې مذاکراتو زموږ د غوښتنې سره سمه پایله نه ده لرلې.»

د یاد اعتراض ۴۸ ورځې پوره شوې

د سپین بولدک – چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د چمن پرلت نن ۴۸ ورځې پوره شوې او هره ورځ په دغه پرلت کې د سوېلي پښتونخوا زرګونه اوسېدونکي ګډون کوي.

بل خوا په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین تر نیول کیدو وروسته ځايي پولیسو د پرلت د ۴۵ غړو پر ضد د ترهګرۍ قضیې ثبتې کړې دي.

نور ولولئ: د چمن پرلت ګډون‌کوونکي: طالبان ولې د پاکستان پر دغه ظلم چې له افغان میندو سره یې کوي، غلي دي؟

د پولیسو له لوري په اعلان شوي لیست کې د پښتون ژغورنې غړي،د چمن پرلت غړي او پر ټولنیزو رسنیو فعال کسان شامل دي.

پولیسو پر ۴۵ پرلت وهونکو تور پورې کړی چې د منظور پښتین د نیولو پر مهال د پرلت غړو پر پولیسو برید کړی.

د پاکستان د خپلسري پرېکړې په غبرګون کې د خلکو عسک العمل

خو پرلت وهونکي وايې د سپین بولدک – چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون کې د پاکستان حکومت د خپلسرې پرېکړې پر ضد یې سوله ییز اعتراض پیل کړی او د پرلت پر مهال یې هیڅ داسې حرکت نه دی کړی چې د پاکستاني قانون خلاف وي.

د چمن پرلت غړي شاکر سنګري افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «ورور مې فدا محمد قبایل چې د پښتون ژغورنې د چمن ضلعې مسول دی او زه چې هره ورځ د پرلت د ویناوو خپرولو مسولیت لرم، یوه شپه وړاندې پولیسو زموږ پر کور چاپه ووهله، خو موږ په کور کې نه وو. زما او د ورور په شمول د ۴۵ کسانو پر ضد قضیې ثبتې شوې دي، دا د بلوچستان د پولیسو او د پاکستان حکومت له لوري پر موږ ښکاره ظلم او غیرې انساني کړنه ده.»

د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک – چمن پر دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ جبري کیدلو سره پر دغه سوداګریزه لاره سوداګري او د زرګونو کسانو کاروبار په ټپه درېدلای او د چمن عامو خلکو د پاکستان د دغې پرېکړې په غبرګون ۴۸ ورځې وړاندې پرلت وواهه، او په یوه خوله وایي د سپین بولدک – چمن پر دروازه پاسپورټ نه منو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button