سیمه ییز خبرونه

د چمن پرلت ۳۵ دېرشمه ورځ؛ اسلام اباد یې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

د چمن پرلت نن ۳۵دېرشمه ورځ دی چې روان دی، خو اسلام اباد یې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

د یاد پرلت له لوري دوه ورځې وړاندې د چمن او سپین بولدک لار هم وتړل شوه چې هېڅ ډول تګ راتګ به ورباندې نه کېږي، خو له دې فشارونو سره سره بیا هم د اسلام اباد ادارې له پرلت وهونکو سره د دوی پر غوښتنو بحث نه دی کړی.

د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې زرګونه کسان د تېرو ۳۵ ورځو راهیسې د پاکستان د هغه پرېکړې په غبرګون د اعتراض په ډول پرلت وهلی، چې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه به تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه تر سره کېږي.

نور ولولئ: د چمن پرلت ګډون‌کوونکي: طالبان ولې د پاکستان پر دغه ظلم چې له افغان میندو سره یې کوي، غلي دي؟

خو د دغه قبایلي سیمې اوسېدونکي وايي، د پاکستان دغه پرېکړه خپلسرې پرېکړه ده او په هیڅ ډول دوی ته د منلو نه ده.

پرلت وهونکي پر خپل دریځ ولاړ دي

پرلت وهونکي وايي، که څه هم د پرلت له امله د زرګونو وګړو کاروبارونه په ټپه ولاړ دي؛ خو تر هغې به پرلت ته دوام ورکوي چې پاکستان خپله پرېکړه نه وي اخیستې.

د دغه پرلت یو غړی فیض محمد وايي:« موږ پوهېږو، چې پرلت مو د پاکستان پر حکومت ډېر فشار راوړی دی او پاکستان هیڅ بله لاره نه لري حتمن به زموږ غوښتنې مني.»

نور ولولئ:  د چمن پرلت؛ په ملاتړ یې زرګونو ماشومانو لاریون وکړ

دا لومړی ځل دی، چې په سوېلي پښتونخوا کې ټول سیاسي ګوندونه، دیني عالمان او عام وګړي په یوه خوله د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د حتمي کېدو په غبرګون پرلت وهي.

د چمن قومي مشر فتح محمد وايي:« موږ یو ځل بیا په سوېلي پښتونخوا کې پر ټولو خلکو غږ کوو، چې د خپلو اهدافو لپاره له همداسې یووالي څخه کار واخلو. زموږ غږ باید بدرګه شي تر څو د چمن د هر وګړي د پاسپورټ نه منلو هیله پوره شي.»

یاد پرلت وهونکي له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غندي

پرلت وهونکي پر دروازه پاسپورټ د نه منلو تر څنګ د پاکستان له لورې له افغان کډوالو سره د تر سره کېدونکي چلند غندنه کوي.

د پرلت د مرکزي کمیټې غړی حمیدالله پهلوان وايي د پاکستان حکومت د پرلت د مرکزي کمیټې پر پنځو غړو په دې تور عریضه کړې، چې د چمن وګړي یې د پاکستان حکومت پرېکړې خلاف هڅولي دي.

نوموړی وايي:«موږ اجازه نه ورکوو، چې د پنجاب دا ارمان پوره شي، موږ به د چمن، کوټې او کندهار تر منځ په ازاد ډول تګ راتګ کوو.»

د څه باندې یوې میاشتې راهیسي پرلت وهونکي له خپلې غوښتنې نه پر شا کېږي او وايي، پاکستان باید د پخوا په شان د سپین بولدک چمن تر منځ پر دروازه تګ راتګ د افغانستان پر تذکره او د پاکستان په شناختي کارډ تر سره کړي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د پرلت ګډونوالو پر طالبانو هم غږ کړی و چې د افغان میندو پر هغو بې عزتیو سترګې مه پټوئ چې پاکستان یې ور اړوي. له دوی یې غوښتي و چې په دې اړه غږ پورته کړی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button