ټکنالوجي

د چین او اپل کمپنۍ اختلافات او د ایفون بازار رالوېدل

کله چې د چین حکومتي ادارو کې کارکوونکي د ایفون نه کارولو پرېکړه وکړه، د ایفون بازار راولوېده

د اپل شرکت ونډې هلته په ځوړ شوې چې کله د چین مامورینو اعلان وکړ، نور به ایفون نه کاروي او پر ځای به یې د خپل هېواد تولید شوي مبایلونو کار اخلي.

په چین کې د حکومتي مامورانو له هغې پرېکړې وروسته چې ایفون به نور نه کاروي، د امریکايي اپل شرکت ونډې د دویمې پرلپسې ورځې لپاره رالوېدلې ده.

نور ولولئ: د آیفون ۱۵ ځانګړنې؛ ایا تاسو ترې خبر یاست؟

یوازې په تېرو دوو ورځو کې د دغه شرکت ارزښت د ونډو په بازار کې په سلو کې شپږ رالوېدلی، په دې معنا چې نژدې ۲۰۰ میلیارد ډالر تاوان یې کړی دی.

چین د امریکايي شرکتونو لوی بازار

د ټیکنالوجۍ بازار کې چین د امریکايي ټیکنالوجۍ شرکتونو دریم لوی بازار دی، چې تېر کال په سلو کې یوازې ۱۸ سلنه واردات یې د اپل اړوندو تولیداتو وو.

د چارشنبې په ورځ وال سټریټ ژورنال په یوه رپوټ کې وویل چې بیجېنګ د مرکزي حکومت خبري اژانس ته ویلي چې د کار ځای ته نور ایفون ټیلیفونونه ور سره رانه وړي.

په دویمه ورځ بلومبرګ خبري اژانس وویل چې د ایفون بندیز کې د چین د حکومت اړوند او د حکومت له ملاتړ برخمن شرکتونه هم شامل دي.

دا رپوټونه د اپل د نوي ایفون ۱۵ له رایستلو مخکې شوی چې په پام کې ده د سپتمبر پر ۱‍۲مه به یې د بازرا ته د راوتلو اعلان وشي.

نړیوالو بازارونو کې د اپل شرکت ارزښت

ددغه رپوټ په تړاو د چین د حکومت له لوري هېڅ کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اپل شرکت په نړیوالو بازارونو کې د ارزښت له پلوه په سر کې ځای لري او ددغه شرکت ارزښت کابو ۲٫۸ ټریلیون ډالرو ته رسېږي.

سږ کال د امریکا حکومت له جاپان او هالنډ سره په ګډه ځینو کمپیوټري ټیکنالوژۍ ته د چینايي شرکتونو لاسری محدود کړ.

نور ولولئ: راتلونکی کال به په هالنډي ښوونځو کې پر ځیرک تیلیفونونو بندیز ولګېږي

دا په داسې حال کې ده چې په وروستۍ لسیزه کې چین او امریکا په نړۍ کې په اقتصادي لحاظ هغه لوی رقیبان دي چې ددوی تر منځ رقابتونه پر نړیوالو بازارونو نېغ په نېغه تاثیر لري. د دوی رقابتونه د یوه او بل تضعیف کول او له پښو غورځول دي چې کله کله یوه او بل ته اقتصادي ضربې هم ورکوي. چین هڅه کوي چې په جاپان او نورو هېوادونو کې خپله ټکنالوژي وکاروي خو امریکا ترې دغه بازار هم نیولی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button