نړیوال خبرونه

د چین بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړای شو

چینايي لوړ پوړو چارواکو ته نږدې بلل کېدول بهرنیو چارو وزیر له دندې ګوښه کړای شو

د ۵۷ کلن چین ګانګ په هکله داسې فکر کېده، چې د ولسمشر شي جینپینګ له نژدې سلاکارانو یو و، خو دا لا یې ښکاره دلیلونه نه دي ښکاره چې نوموړی ولې له دندې لرې شوی دی.

چینايي چارواکو د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ له دندې لېرې کړی دی. نوموړی ایله اووه میاشتې مخکې پر دې دنده ګومارل شوی و.

نور ولولئ: چین: د چت پرېوتو له امله ۱۱ نجونې د والیبال پر مهال وژل شوې

د ښاغلي ګانګ دنده به د چین کمونیست ګوند بهرنیو چارو مسوول وانګ يي ته وسپارل شي، چې مخکې یې هم د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده درلوده.

له عام محضره د ښاغلي ګانګ لېرې والی او په دې هکله د چین بهرنیو چارو وزارت پټه خوله پاتې کېدل دې لامل شوي، چې ځینو مخکې همداسې وړاندوینه کوله.

نوموړی د تېر جون میاشتې پر ۲۵ نېټه په عام محضر کې لیدل شوی و.

دا لوړپوړی چنایي چارواکی څومره مهم دی؟

د ۵۷ کلن چین ګانګ په هکله داسې فکر کېده، چې د ولسمشر شي جینپینګ له نژدې سلاکارانو یو و. خو له دې سره ځینې رسنۍ وايي، چې د هغو ۲۴ لوړپوړو چنايي چارواکو د شورا مهم غړی و، چې د چین بهرنی سیاست پر مخ او د ننه په هېواد کې د مهمو پرېکړو اختیارات په لاس کې لري. په اصطلاح هغه کس بلل کېږي چې شاته کوټه کې د مهمو تصمیمونو له نیونکو څخه و او د چین په کمونیست ګوند کې یې نفوذ هم درلود.

نور ولولئ: پر چینايي پوځ ټوکه شوې چې له امله يې ټوکماره ډله دوه میلیونه ډالره جریمه شوې

خو د دولتي خبري اژانس شینهوا خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي: ”د چین لوړپوړو قانون جوړونکو د وانګ يي ګومارنې لپاره رایې ورکړې. چین ګانګ د بهرنیو چارو وزیر په توګه له دندې لېرې شوی دی.”

د شینهوا په رپوټ کې د ښاغلي ګانګ د لېرې کېدو لامل نه دی په ګوته شوی، خو په رپوټ کې يې ویل شوي، ولسمشر شي د نوموړي ګوښه کولو امر لاسلیک کړی دی.

چینګ ګانګ د چوپتیا په حالت کې

بېلابېل راپورونه وايي، ګانګ شاوخوا یوه میاشت غلی پاتې شوی او له خلکو یې هم ځان ګوښه کړی و، خو تر اوسه رسنیو او همدارنګه د چین چارواکو دا نه ده په ډاګه کړې چې نوموړي ولې دا چوپتیا اختیار کړې وه او څه لاملونه و چې ګانګ یې ګوښه کولو ته مجبور کړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button