سیمه

د چین لوړپوړی پلاوي کندهار ته تللی او د پاکستان پیغام یې هم رسولی

د چین یو ۶ کسیز جګپوړی پلاوی “د پاکستان له پیغام” سره کندهار ته رسېدلی دی

د چین یو جگپوړی پلاوی کندهار ته تللی چې د طالبانو له مشرتابه سره د پاکستاني طالبانو په تړاو د اسلام اباد اندېښنې شریکې کړي. په دغه پلاوي کې د چین شپږ تنه ډپلوماټان شامل دي او ټاکل شوې نن د کندهار لپاره د طالبانو له والي ملا شیرین اخوند سره وګوري.

یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه پلاوی د دوشنبې په ورځ “د لیندۍ پر پنځمه” مازیګر کندهار ته ورسېد او په مقدماتي ډول یې د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره وکتل.

د ملا هیبت الله له نږدې کس سره لیدنه

سرچینه وایي، ” دغه پلاوی نن سه شنبه د کندهار له والي حاجي ملاصاحب [مولوي شیرین اخوند] سره ګوري، چې اصلي موضوع ټي ټي پي ده، خو اسلامي امارت به یې سیاسي تړونونه بولي”.

د سرچینې په وینا، چینایی پلاوی غواړي د طالبانو له مشر مولوي هبت الله اخوندزاده سره هم وګوري او د پاکستاني طالبانو په تړاو د اسلام اباد او بیجنګ اندېښنې ورسره مخامخ شریکې کړي، خو طالب مشر له پلاوي سره نه ګوري.

نور ولولئ: المرصاد: اسلام اباد د خپلو ګټو په خاطر چین د سیمې نیابتي جګړو ته راکاږي

نور ولولئ: د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: “له چین سره مو په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې”

د پاکستان د ملي عمل پلان کمیټې تېره اونۍ اعلان وکړ چې په بلوچستان کې د بلوڅ جنګیالیو خلاف پراخ پوځي عملیات پیلوي.

اسلام اباد دغو عملیاتو ته د چین له سختو فشارونو وروسته زړه ښه کړی.

په پاکستان کې د وضعیت خرابیدل

د بلوچستان تر لسو ډېرو ولسوالیو، کراچۍ او خیبر پښتونخوا کې پر چینایي او پاکستاني اهدافو د بلوڅ جنګیالیو وروستیو بریدونو پاکستان د ټي ټي پي او بلوڅ جنګیالیو ترمنځ د همکاریو له اړخه اندېښمن کړی او په دې باور دی چې دغه بریدونه د بلوڅ بېلتون پالو له مخکینیو څو لسیزو دودیزو جګړه ییزو تاکتیکونو سره متفاوت او ډېر مرګوني دي.

یوې سرچینې چې د بلوچستان چارې له نږدې څاري، افغانستان انټرنشنل ته وویل “داسې ښکاري چې اسلام اباد د چینایانو له لارې غواړي د بلوچستان له عملیاتو وړاندې د طالبانو د حکومت مشرتابه او تصمیم نیوونکې مرجع دې ته وهڅوي چې د ټي ټي پي او بلوڅانو د همکاریو، یا په قبایلي سیمو کې د پاکستاني جنګیالیو د عملیاتو د پراخېدو مخه ونیسي”.

د پاکستان پوځ اندېښمن دی چې که په بلوچستان کې د بلوڅ جنګیالیو خلاف عملیات پیل کړي، په وزیرستان او قبایلي سیمو کې به پاکستاني طالبان او نورې وسله والې ډلې د سیمو د نیولو لپاره خپل بریدونه لا ډېر کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button