Uncategorized

د ښځینه کارکوونکو د نشتوالي له کبله د بنسټونو د چارو ځنډېدو په اړه اندېښنې

د ملګروملتونو دایمي ګمېټه وایي

د ملګروملتونو دایمي ګمېټه وایي، له کار څخه د ښځو منع کول د ټولنې زیانمنونکو برخو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته لوی زیان رسوي. 

دا کمېټه چې د بشري مرستو د همغږۍ مسوولیت هم لري، له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې په غیردولتي بنسټونو کې پر ښځینه کارکوونکو د دندو ځنډېدو پرېکړه لغوه کړي. د ملګرو ملتونو د شل ګونو کمېټو د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «موږ د افغانستان له اوسنیو چارواکو غواړو چې، په ښوونځیو، پوهنتونونو او ټولنه کې د ښځو د حضور د ممنوعیت پر حکمونو بیا کتنه او هغه لغوه کړي. هېڅ هېواد نشي کولی خپل نیمايي نفوس په ټولنه کې له ګډونه محرومه کړي. 

د ملګري ملتونه کمېټه : 

دې کمېټې همداراز وړاندوینه کړې چې، ښايي په افغانستان کې یې ډېری فعالیتونه ودرول شي. له دې سره سم، د آمریکا او بریټانیې په ګډون د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، غیر دولتي بنسټونه له ښځینه کارکوونکو پرته نشي کولی په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي

نور یی ولوله | کابل څلورو نړیوالو بنسټونو خپل فعالیتونه ودرول

نور یی ولوله | کرینه کپور د سیف علي خان په کومو ځانګړتیاوو مئینه شوې ده

د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران : 

د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په یوې برخه کې زیاته شوې: «موږ له طالبانو غواړو چې، له ځنډ پرته دغه پرېکړه لغوه کړي. ښځې په بشري فعالیتونو او نورو اساسي چارو کې مهم نقش لري. د سیاسي چارو کارپوه هاشم الکوزی وايي: «مخالف په‌دې یم چې باید د خویندو د کار مخه و نه نیول شي او موافق په‌دې یم چې محرم، یانې پلار، ورور یا خاند یې خویندو سره لاړ شي

د ښځو حقونو فعاله سودابه نژند وايي: «موږ د خپلې ټولنې د سړیو او نړیوالې ټولنې ملتیا غواړو او موږ غواړو چې موږ ته خپل حق راکړل شي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې، په افغانستان کې د ښځو د کار له ځنډېدو سره په دغه هېواد کې د بشري مرستو بهیر ټکنی شوی دی. د ویلو ده چې د همدې پرېکړې په غبرګون کې لا تر اوسه څلورو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي

 

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button