نړیوال خبرونه

د کابل برېښنا قطع شوې

کابل کې د برېښنا د کموالي له کبله د ښاريانو شکایتونه ډېر شوي دي. د افغانستان د برېښنا شرکت اوس په نوبتي ډول د پلازمېنې او د ښار څنډو اوسېدونکو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې څو ساعته برېښنا وېشي. د ژمي سړو له پيلېدو سره خلک وايي، سږ کال کال پرچاوي ډېره شوې او عادلانه وېش يې نه کېږي. د افغانستان د اوبو برېښنا تولید او له ګاونډيو هېوادونو وارداتي برېښنا ولې کمه شوېاوسمهالد افغانستان ولایت پلازمینې کابل کې بریښنا قطع شوې او د کابل په یو سمېر سيمو کې بریښنا نشته د بریښنا نشتون له امله یو شمیر ستونزو سره مخ کيږي  د کابل او يو شمېر نورو ولايتونو برېښنا چې له ازبکستان څخه راتلله، د بغلان په ولايت کې قطع شوې ده، چې ويل کېږي کار پرې روان دى او ژر به بېرته جوړه شي

د برېښنا شرکت د معلوماتو تر مخه، بېګاه د شپې ناوخته د جګړې پر مهال په بغلان ولايت کې د ازبکستان وارداتي ٢٢٠ کيلو ولټه برېښنا قطعه شوې ده، چې اوس پرې دوى کار روان کړى دى. د معلوماتو تر مخه، دغه برېښنا چې په بغلان ولايت کې قطع شوې ده، د برېښنا شرکت کارکونکي وررسېدلي دي او هغوى په دې هڅه کې دي چې ژر تر ژره يې بېرته جوړه او د کابل او نورو ولايتونو برېښنا وصل کړي..

د ازبکستان دغه وارداتي برق څو څو ځله مخکې هم په يادو ساحو کې قطع شوى دى او څه وخت مخکې خو بيا د کابل او ځينو نورو ولايتونو برقونه د ډېرو ورځو لپاره نه و، ځکه په ياده ساحه کې امنيت نه و او د برېښنا شرکت کارکونکو نه شول کولاى چې ساحې ته ځان ورسوي همدا راز څه وخت مخکې د ولسمشريزو ټاکنو د يو کانديد يوه ملاتړي د خپلو څو ملګرو سره په کابل باندې برېښنا قطع کړې وه، چې وروسته د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو او زندان ته ولېږل شو..

اوس د کابل په ګډون يو شمېر هغه ولايتونه چې د ازبکستان وارداتي برېښنا څخه رڼا دي، بې برقه دي، خو د برېښنا شرکت په چټکۍ سره په کار بوخت دى، تر څو کابل او نورو ولايتونو ته برېښنا وصل کړي..

۱۸ کاله وړاندې د کابل د ځینو سیمو برېښنا د سروبي، نغلو او ماهیپر له برېښناکوټونو او یوه برخه یې له ډیزلي جنراتورونو چمتو کېده.

خو په ۲۰۰۹ کال کې د ۸۰۰ میلیون ډالرو په لګښت کابل د ګاونډیو هېوادونو له راغلې برېښنا سره وتړل شو او په راوروستو کلونو کې برېښنا یوڅه ښه شوه او ان د اوړي په شپو کې هم کابل مېشتي وګړي د ۲۴ ساعته برېښنا څښتنان وو

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button